دریم درس: اجماع دسنتو په رڼا کې

لیکوال: استاد احمد الله عاطفي

په دې کې هیڅ شک او شبه نشته چې د شریعت اسلامي ستر فقهي مصدر او بنسټیز مرجع قرانکریم او مبارک احادیث دي، له دي وروسته دکبار صحابهء کرامو اجماع چې په راس کې راشده خلفأ دي.

اجماع او قیاس اتفاقي مصدر دي او له دې پرته نور له اختلافه خالي نه دي.

داجماع ارزښت او فضیلت حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) خپله تشریح او بیان کړی.

عَنْ أَبِي بَصْرَةَ الْغِفَارِيِّ صَاحِبِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: سَأَلْتُ رَبِّي عَزَّ وَجَلَّ أَرْبَعًا فَأَعْطَانِي ثَلَاثًا وَمَنَعَنِي وَاحِدَةً: سَأَلْتُ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ أَنْ لَا يَجْمَعَ أُمَّتِي عَلَى ضَلَالَةٍ فَأَعْطَانِيهَا، وَسَأَلْتُ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ أَنْ لَا يُظْهِرَ عَلَيْهِمْ عَدُوًّا مِنْ غَيْرِهِمْ، وَسَأَلْتُ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ أَنْ لَا يُهْلِكَهُمْ بِالسِّنِينَ كَمَا أَهْلَكَ الْأُمَمَ قَبْلَهُمْ فَأَعْطَانِيهَا، وَسَأَلْتُ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ أَنْ لَا يَلْبِسَهُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَهُمْ بَأْسَ بَعْضٍ فَمَنَعَنِيهَ(رواه احمد:۲۷۲۲۴)

ژباړه: له حضرت ابو بصر غفاري(رضی الله عنه) نه امام احمد بن حنبل (رحمه الله) روایت کوي چې دالله رسول (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: ما له خپل رب(جل جلاله) نه دڅلوروسوالونو دقبلیدو غوښتنه وکړه چې دري ئې عطا کړل او له یوئې منع کړم، الله عز وجل ته مې سوال عرض کړ،زما اُمت په ټولنیزه توګه د ګمراهې په لاره مه سره متفق کوه ، قبول ئې کړ،الله عز وجل ته مې سوال عرض کړ، زما په اُمت(په مجموع کې) دښمن مه مسلطه وه چې له منځه ئې یوسي، قبول ئې کړ،الله عز وجل ته مې سوال عرض کړ،زما اُمت دوړاندنیو(نافرمان) امتونوپه شان په عمومې عذاب او قحط مه هلاکوئ، قبول ئې کړ،الله عز وجل ته مې سوال عرض کړ، زما اُمت په ډلو ونه ویشل شي او ځینې دځینو نورونه په تکلیف او تعذیب نه شي، دا راسره ونه منل شو.

همدا مبارک حدیت په لس ګونو محدثینو په یوه معنی دالفاظو په توپیر روایت کړی.

زمونږ ددرس موضوع په ارتباط چې اجماع د شرعي فقهې دمصادروستر دلیل دی او دا په خپله رب العالمین تائید او تذ کیه کړې (سَأَلْتُ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ أَنْ لَا يَجْمَعَ أُمَّتِي عَلَى ضَلَالَةٍ فَأَعْطَانِيهَا) څومره ستر شان دی ددي اُمت،چې د جهانونو سر دار سوال او وړاندیز کوي دکائیناتو مالک يې قبلوي .

دحضرت ثوبان (رضی الله عنه) دروایت په بنأ :الله سبحانه وتعالی حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته ډاډ ورکوي چې اې محمده! زه چې کوم حکم کوم هغه نه ردیږي! (وإن ربي قال يا محمد إني إذا قضيت قضاء فإنه لا يرد وإني أعطيتك… (رواه ترمذي و…)

که داجماع په اړوند نور ارشادات نه وی همدا یوکلام هم داجماع په حجت دلیل دی، خوسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) يې هراړخ په ځانګړیو ارشاداتو روښانه کړی.

عن عبد الله ابن عباس (رضي الله عنهما ) أنه قال :قال رسول الله : إن الله لا يجمع أمتي على ضلالة ، ويد الله مع الجماعة ، ومن شذ شذ إلى النار. (رواه الترمذي، حاکم، بیهقي و…)

ژباړه: له سیدنا حضرت عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) نه روایت دي چې وايې : وفرمایل سیدناحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم): الله سبحانه وتعالی زما امت په ضلالت سره نه ځای کوي، او دجماعت له پاسه دالله سبحانه وتعالی بلا کیف لاس دی، څوک چې ځانله شي ځانله به دوزخ کې وغورځول شي، د (يد الله مع الجماعة) غوره معنی دادی چې ووایو یقیناً دالله سبحانه وتعالی مرسته او تائید دمسلمانانوله جماعت سره دی.

همدا راز له حضرت ابن عمر (رضی الله عنهما) نه امام ترمذي روایت کړی:عَنْ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : إِنَّ اللَّهَ لَا يَجْمَعُ أُمَّتِي عَلَى ضَلَالَةٍ ، وَيَدُ اللَّهِ مَعَ الجَمَاعَةِ.

ابن عاصم هم په السنه کې دحضرت انس بن مالک نه روایت لري:عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ : أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقُولُ : إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَجَارَ أُمَّتِي أَنْ تَجْتَمِعَ عَلَى ضَلَالَةٍ.

دا مبارک حدیث بیلا بیلو محدثینود بیلا بیلو صحابه کرامونه د امام بخاري او سنن ترمذي په شمول دالفاظو په زیاتوالي او کموالي په یوه معنی مراد روایت کړی لکه:إن الله لا يجمع أمتي (أو قال أمة محمد، صلى الله عليه وسلم) على ضلالة ويد الله على الجماعة ومن شذ شذ إلى النار.

مبارک حدیث د مسلمانانو په یووالي دالله سبحانه وتعالی درضأ ،خوښۍ او تائید غوره دلیل دی په همدي اساس هغه چاته سخت تادیب دی چې دمسلمانانو له جماعت نه بیله لار غوره کړي هغه به په دوزخ کې واچول شي.

همدا راز رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) سپارښتنه کوي چې تاسو یو والی ټینګ کړئ(دجماعت سره اوسئ) او ځانله ځانله مه کیږئ، ځکه شیطان دانسان لپاره د لیوه په څیر دی(دهغه انسان ښکارکوي چې ځانله شي) داسي لیوه چې دپسونو لپاره وي، لیوه دهغه پسه ښکارکوي چې له رمې بیل شي.

عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ : إِنَّ الشَّيْطَانَ ذِئْبُ الْإِنْسَانِ كَذِئْبِ الْغَنَمِ يَأْخُذُ الشَّاةَ الْقَاصِيَةَ وَالنَّاحِيَةَ وَإِيَّاكُمْ وَالشِّعَابَ وَعَلَيْكُمْ بِالْجَمَاعَةِ. (رواه احمد حنبل و…)

حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) په تاکید سپارښتنه کړې چې دټولنې سره اوسیږئ، او دا هدایت يې هم کړی چې دنظم او احترام لمن مه پریږدئ، که درې تنه وئ یو مو مشر (آمیر) ومنې او اطاعت يې وکړئ.

عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من فارق الجماعة شبراً فكأنما خلع ربقة الإسلام من عنقه.(رواه أحمد)

وعن الحارث الأشعري رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم، قال: إن الله أمرني بالجماعة وأنه من خرج من الجماعة شبراً فقد خلع ربقة الإسلام من عنقه.

عن ابن عمر رضي الله عنهما قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم، يقول: من فارق الجماعة، فإنه يموت ميتة جاهلية.

حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) دمسلمینو جماعت سره داوسېدو امر کړی، له جماعته دلرې کېدواوله مخالفته ئې منع کړي ده، كما في قوله صلى الله عليه وسلم : ( لَيْسَ أَحَدٌ يُفَارِقُ الجَمَاعَةَ شِبْرًا فَيَمُوتُ ، إِلَّا مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً(متفق علیه)

وعنه قال‏:‏ سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول من خلع يداً من طاعة لقي الله يوم القيامة ولا حجة له، ومن مات وليس في عنقه بيعة مات ميتة جاهلية.( رواه مسلم)‏‏‏‏

وفي رواية له‏:‏ ومن مات وهو مفارق للجماعة، فإنه يموت ميتة جاهلية. (صحیح مسلم)‏

مَنْ فَارَقَ الْجَمَاعَةَ شِبْرًا فَقَدْ خَلَعَ رِبْقَةَ الْإِسْلَامِ مِنْ عُنُقِهِ ) رواه أبو داود و…)

ددي مبارکو احادیثو چې امام ترمذي، صحیح مسلم، امام ابو داود او نورو محدثینو روایت کړی دالفاظو په تغیر خو معنی او مراد ئې یو دی، چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم)فرمايلي:هریو تن چې دیوه لویشت په اندازه له جماعته فاصله واخسته، ده خپله غاړه داسلام نه لري کړه، مطلب داچې هر یوتن ځان دمسلمانانو له ټولي لري کړي هغه داسلام له دائري وځي، دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) سپارښتنه دي چې تاسو (مسلمانان) یو واحد امت یاست یو واوسیږي تفرقه او بیلوالی مه کوي چې دشیطان ښکار کیږئ او همدا راز څوک له جماعته فاصله واخلي او په ده مرګ راشي دده مرګ دجاهلیت مرګ دی.

نور بیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د