unama official

یوناما د ټاکنو په پایلوکې د مداخلې صلاحیت نه لري – سرمقاله

نن ټکی آسیا- سرمقاله: وروسته تر دې چې د دوهم پړاو ټاکنو د پایلو پرسره د ډاکټر عبدالله او اشرف غني احمد زي ترمنځ اختلاف او بي باوري رامنځته شوه په کابل کې د یوناما دفتر د دواړو متنازعو لورو ترمنځ د مداخلې او جوړ جاړي لپاره تیاری وښود.

په کابل کې د یوناما د دفتر مرستیال نیکلاس هیسم وویل چې مونږ په هغه صورت کې دې منځګړیتوب اوجوړجاړي ته اماده یو چې د پروسې مشري د افغانانو په واک اوښکیلې خواوې ټولې ورباندې موافقې وي.

یوناما له یوې خوا د ټاکنو د پایلو موضوع خپله په افغانانو پوري مربوطه بولې او له بلې خوا بیا په هغې کې په مستقیم او قاطع ډول مداخله کوي.

د بیلګې په توګه د تیرې پنجشنبي په ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني د یوه مطبوعاتي کانفرانس په ترڅ کې اعلان وکړ چې د دوی لخوا به د ټاکنو قسمي پایلې د شنبې په ورځ اعلان شي.

خو د جمعې په ورځ د ډاکټر عبدالله له لوري له ټاکنیزې پروسې سره د مقاطعي تر اعلان وروسته یوناما دفتر پرته له دې چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نظر واخلي له خپل لوري یې د شنبې په ورځ د کمیسیون لخوا د ټاکنو د قسمي پایلو اعلانول مطلقا وځنډول ، چې داکار په واضحه توګه د ټاکنو په پروسه کې د یوناما ښکاره مداخله ګڼل کیږي ، داسې مداخله چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون خپلواکي او استقلال په بشپړه توګه تر سیوري لاندې راولي.

تر لومړي پړاوټاکنو له مخه لا ډیر افغاني سیاست پوهان او شنونکي په دې نظر ول چې د دغو ټاکنو پایلې د افغانانو تر رایو ډیر د امریکایانو او ملګرو ملتونو په شخصي لزوم دید پوري تړاولري، ځکه هغوی د ټولې انتخاباتي پروسې تمویلوونکي دي او له دغه تمویل څخه یې غرض دادی چې هغه څوک د واک پر سر راولي کوم چې د دوی غوښتنې او مصالح ورته لومړیتوب ولري .

دا خبره یواځې په فعلي ټاکنو کې نه بلکې تردې له مخه هم دوه ځلې په کال ۲۰۰۴ او بیا په کال ۲۰۰۹ کې په عین شکل تکرارشوې چې وروسته بیا د ملګرو ملتونو په مداخلې او جوړ جاړي سره پایته رسیدلي.

حقیقت دادی چې د ټاکنو د پایلو پرسرهرډول سازش اومعامله که د هرچا لخوا او هرچا ترمنځ وي هغه په خپل ذات کې د ټاکنیزې پروسې د ابطال په معنی ده ؛

ځکه د ټاکنو د پایلو پرسرمعامله او جوړ جاړی خپله د دې ښکارندوینه کوي چې په ټاکنوکې د خلګو لخوا کارول شوې رایې بي تاثیره او د واک د برخلیک ټاکلو اصلي معیار د چارواکو او تمویلوونکو سازشي معاملات او جوړجاړي دي چې د شخصي منافعو په پام کې نیولو په موخه تر سره کیږي.

د ټاکنو د پایلو پرسر روانه لانجه به هم خامخا د همدغو سازشي معاملاتو له مخې د امریکا او ملګرو ملتونو په مداخله هواریږي ، خو هغه به داسې هواری وي چې د یادو لوریو ټول مصالح به پکي مراعات او د افغان ولس په رایو به د بطلان کرښه را کاږل کیږي ،چې د ابه د افغانستان لانجه نوره هم بحراني او په هواري کې به یې هیڅ رول ونه لري.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د