شعـــــرونه

غزل – رحمت الله منیب

سړی څه ولیکي

دغه تاریخ دغه افغان ته سـړی څه ولیکي
دې غمیزي دې داستان ته سړی څه ولیکي

لــــه قلمــــه مې وینــــــو کـــــــرښې وزي
دې زخمي افغانستــان ته سـړی څه ولیکي

چې وصیت یې د خازې په تیګه لیک دی
دې د بل جهان مهمان ته سړی څه ولیکي

زلمیتوب کې چې یې سر په وطن کېښود
دې شهید شهید ارمان ته سړی څه ولیکي

چې واړه اوړه بچي یې یتیمــــــان کــړي
دې فرعون دغه هامان ته سړی څه ولیکي

چې د میني په ځــــای ویني پکې لیــــکي
دې غـــزل دغه بیــــان ته سړی څه ولیکي

قبرستـــان ته یې بې ســـــره تنـــــــه لاړه
دې وجـود دغه انسـان ته سړی څه ولیکي

چې منیب ته تصـوف په شعـر کې ښـــایي
دې ملنګ عبدالرحمــن ته سـړی څه ولیکي
04/05/2018

پاکه ربه!
ـــــــــــــــ

ګناهکار یم ګناهکار یـــم پــــــاکه ربــــــه
خطاکار یم خطاکار یم پــــــاکه ربـــــــــه

د نېکیو په باغچـــه کې مي څه نشتـــــه
ځکه خوار یم ځـکه خوار یم پــــاکه ربـه

د اعمالو په ګرېوان کې چې سر ټیټ کړم
شرمســـار یم شرمســـار یم پـــاکه ربــــه

ستـــا د سختو عـــذابو تــــوان مې نشتــه
لکه خــــار یم لکه خــــار یم پــــاکه ربـــــه

د بښنې سمنـــدر دي څــومــره لــــوی دی
امیـــدوار یــم امیـــدوار یــم پـــاکه ربــه

ربـــــه ته مي د رنځـور وجــود شفـاء شې
چې بېمــــار یمه بيمــــار یم پـــاکه ربـــــه

ما منیب ته بدي کـــــړنې را معـــاف کــړې
طلبـــګار یم طلبـــــګار یــم پــــاکه ربـــــه
۰۳/۰۵/۲۰۱۸

تا لیدمه که نه!؟
ــــــــــــــــــــــ

چې لکه چرګ به تړپېدمه تا لیدمه کنه!؟
په خپلو وینو رنګېدمه تا لیدمه که نــه!؟

له مایوسي مې لمن ډکه وه بې وسه ومه
په تړمو اوښکو ژړېدمه تا لیدمه که نه؟

لکه لړم چې یو ماشوم ، په نېښ وهلی وي زه
داسې له درده تاوېدمه تا لیدمه که نه!؟

یوازيتوب مې ننوتی و د زړه په رګو
لکه مرغۍ به رپېدمه تا لیدمه که نه!؟

خلک صابن باندې ځان وینځي د ښکلا په خاطر
زه په سرو وینو لمبېدمه تا لیدمه که نه!؟

د میني درد و ما منیب په کې خندا کوله
د ننه زړه کې خوږېدمه تا لیدمه که نه!؟

څومره توپیر دی

د ځمکې او د آسمان څومره توپیـر دی!؟
د کافر او مسلمان څومره توپيـــر دی!؟

چې خبره جسمــــاني توپیــــر ته راشي
د حیوان او د انسان څومره توپیر دی!؟

اوبه خور ته یې د کر په مهـــال ګـــوره
د شبنم او د بــاران څومــره توپیر دی!؟

تقـــدس یې ته پخپلــه پرتلـــــــه کـــړه
چې د زنګ او د آذان څومره توپیر دی!؟

ته دا درې ګوتې په خپلو رګـــو کېـــږده
چې د زړه او د ګرېوان څومره توپیر دی!؟

په آخــــر کې را تـــه ووایــــه منیبــــــه
د توفدان او د ګلدان څومره توپیر دی!؟
19/04/2018

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x