
شعـــــرونه
د دعا لپی له اوښکو ډکی – نظم
محمد حسن مستغفر
پاکه ربه ستا په لاره می روان کړه
د جنت تر ښکلی داره می روان کړه
له بی کیفه عباداتو نه می خلاص کړه
په سلګو ستا تر درباره می روان کړه
په څراغ د اوښکو توره شپه د ژوند کی
ستا د رحم تر سهاره می روان کړه
تاند قلم او سپینه توره را نصیب کړه
او عمل ته له شعاره مې روان کړه
په دنیا د ملنګانو ژوندون راکړه
أو د پاک هدف په لاره می روان کړه
چی په خپلو وینو رنګ و تاته درشم
د منصور په دود تر داره می روان کړه
“مستغفر” په عاجزۍ له رب نه غواړی
ستا تر پاک ښکلی دیداره می روان کړه