fbpx

شعر / معین الدین ابو الفضل

وم په خـبر چي تباه کيږي پوه کوای مي نسو
زه وم بېکسه يک تنها را ګرځه وای مي نسو

بـار يې کږ کـړی وو پـخوا لا پـه خبر ومه زه
پـوه ومـه زه بار چپه کيږي خو تړای مي نسو

تـا چـي کولې عـجائبي د مـستۍ پـه وخـت کي
زړه مي ټوټه ټوټه کېدی درته ویای مي نسو

کـول بـه تـا د بـې شـرمی او خـجالت کارونه
زه به له شرمه سوم هلاک چاته کتای مي نسو

چـي غـلی غـلی رقــيبانو تـه ورتلې او راتلې
ډېر نصيحت به مي کاوه په چا منای مي نسو

سـره يـو ځـای وو ابوالفضله پرون زه او نـګار
وسپين رخسار ته مې کتل خو ښکلوای مي نسو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د