افغانستان

پکتیا کې افغان عسکر ۲ امریکايي پوځيان وژلي

نن ټکی آسیا: د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي چې  د افغان عسکر په ډزو کې   دوه امریکايي عسکر وژل شوي.

د پکتیا ولایت د والي ویاند روح الله سمون د پېښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې افغان عسکر په امریکايي ځواکونو ناتاره ډزې وکړې چې په ترڅ کې ۲ امریکايي عسکر ووژل شول.

ده زیاته کړه چې دا پېښه د ګردیز ښار د امنیه قومندانۍ دننه شوې. سمون وايي چې د پېښې اصلي عامل لا تر دې مهاله مالوم شوی نه دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی آسیا ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه برید ددوی نفوذي عسکر کړی.

د مجاهد په وینا دا نفوذي عسکر نقیب الله نومېده او له ډيره وخته یې برید ته انتظار کاوه.

د مجاهد په وینا په مقابلو ډزو کې افغان عسکر هم وژل شوی دی.

امریکايي ځواکونو  لا تر دې مهال د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په نظامي قطعاتو کې د افغان اردو د منسوبینو لخوا پر امریکايي او د ناټو پر ځواکونو لسګونه بریدونه شوي جې په ترڅ کې يې سلګونه بهرني پوځیان وژل شوي.

بهرنیو ځواکونو دغو بریدونو ته پر آبي زرغون بریدونه نوم ايښې. (پربهرنیو پوځیانو دکورنیو بریدونه)  له دغو بریدونو بهرني ځواکونه خورا په تنګ شوي، دوی انديښنه ښوولې چې په بریدونو کې دوژل شویوبهرنیوسرتېرو شمېر ه ترهغې ډېره لوړه شوه چې له مخالفینو سره په جګړوکې به وژل کېدل.

دغو بریدونو امریکايي او افغان چارواکي وارخطا او په خپلو منځونو کې هم ډير بې باوره کړیدي.

شننونکي ددغو بریدونو ستر لامل د افغان ولس سره د بهرنیو ځواکونو بېرحمانه چلنداو ملي او اسلامي عنعناتو پورې ملنډې وهل دي چې هيڅ افغان ته د منلو وړ نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x