غزل: همـت بدري

ومې ښکله یاره نــور تـوبـه دعـشـق
نـکـوم نـور دلتـه تـمـا شـه دعـشـق
 
زمـه نــور در بـار تـه لـه تـسـبـو سره
هـلـتـه بـه کــومـه وظـیفـه دعـشـق
 
زه دې نو ردسپین مخ په کتاب کې حاشې نګورم
نــه وایــــم نـــور دلتــه مــدرسـه دعشق
 
وه صـوفـي ډېرښکلي دي راتاو درنه
سمه درنــه جــوړه مـعـجزه دعـشـق
 
هـاغـه چـه صـفـونـه جـوړ دښکلـو دي
هلته هـم ښکارېـږي پـیـرخـانه دعشـق
 
هـر نـظر دې سـم لکـه دډرون ګـذار
جـوړه دې له ستـرګـونه لینده دعشق
 
ټول ورباندې جذب په دربارکې کړه
ولیـکـه “هـمـتـه” تــرانـه دعـشـق
د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د