meena aa

غزل/ د مینې کار

طالب الهام

زه ژوندی، زړه مې په داردی عجیبه
دعشق زور، د مینې کار دی عجیبه

تعجب دی چې په خله راته انکار کړي
بیا یې سترګو کې اقرار دی عجیبه

ستا د سترګو د چورلکو له هر بریده
زما زړه پکې بمبار دی عجیبه

اوس دې ښه دی هر غزل طالب الهامه
اوس د شعر په معیار دی عجیبه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د