fbpx

یو ساعت وخت…

ژباړه! نصیب رحماني

زوی د پلار څنګ ته ورغی پلار یې چې ډېر د دفتر په کارونو کې مصروفه وُ

له پلاره یې پښتنه وکړه

پلاره! ته په یوه ساعت کې څو روپۍ ګټي؟

پلار یې په غصه ورته وویل ته ولي له ما دا پښتنه کوي؟

ځه ولاړ شه خپلې لوبې وکړه.

ماشوم له څو د قیقو خاموشۍ وروسته بیا همدا پښتنه وکړه.

پلاره! ته په یوه ساعت کې څو روپۍ ګټي؟

پلار یې په ډېره غصه ځواب ورکړ زه ( ۱۰۰) سل روپۍ ګټم.

هلکه د دي خبرې په اوریدو پلار ته وویل:

پلاره! ته ماته (۵۰) پنځوس روپۍ راکولای شي؟

پلار نور هم ورته غصه شو هغه یې د باندې را وشاړه.

هلک په خاموشۍ کې خپلې کوټې ته لاړو .

لیږ ځنډ وروسته یې له پلار سره احساس پیدا شو چې هغه د خپل کار د پریشانۍ له وجي ماشوم ته غصه شو
ولاړ او هغه ته یې (۵۰) پنځوس روپۍ ورکړې.

هلکه (۵۰) پنځوس روپۍ له پلاره واخستې او (۵۰) یې له خپل جیبه را وواستې.

پلار چې ولیدې له هغه سره له اوله روپۍ وي نو پښتنه یې ځینې وکړه.

دا چې له تاسره روپۍ وي نو بیا دي له ما ولي غوښتې؟

هلک په ډېر معصومیت ځواب ورکړ.

پلاره! زما سره روپۍ کمې وې اوس دا روپۍ پوره شوې، زه اوس کولای شم ستا یو ساعت وخت واخلم؟

ها دا واخله (۱۰۰) سل روپۍ ماښام کور ته یو ساعت مخکې راشه زه به درته انتظار یم….

یادونه؛

موږ اکثره وخت په خپلو ورځنیو کارونو کې دومره مصروفه یو چې خپلو کورنیو ته هیڅ وخت نه لرو خپلو کورنیو ته وخت ورکړې، هغوې له تاسو سره یو ځای ژوند کولو ته ضرورت لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د