fbpx

د نېکۍ دلدل

فکرمل طالب

داحساس په ځنځیرځان اووهه ویښ شه
داسرزوری درست جهان اووهه ویـښ شه

دخالد بن ولید یاد را ژوندی کړه
د خپل عصـر بدمعاشان اووهـه ویـښ شه

د اسلافو ایماني برم ته لاس کړه
د تقوی په تیر شـیطان اووهـه ویـښ شه

زحمتونه په ځان وګاله زلمی یې
سـتـغـه لاره د زنـــدان اووهـه ویـښ شـه

له دوزخه د نېکۍ په دلدل زغله
د غــزاګــرم مــیــدان اووهــه ویــښ شـه

دځوانۍ له پسرلي دې مزه واخله
چه بې غمه شې خزان اووهــه ویـښ شـه

فکرمله دا موقعه همـېشه نه وي
غـیرت وکـړه غلیــمان اووهــه ویـښ شـه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د