نړۍ

جان کيري بغداد ته رسيدلی

نن ټکی اسيا: د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري نن دوشنبه د عراق پلازمېنې بغداد ته رسيدلی او د عراق لومړي وزير نوري المالکي سره يې په امنيتي او نورو اړينو موضوګانو خبرې اترې کړي دي.

د اسلامي دولت د ځواکونو لخوا د عراق پر بېلابېلو ښارونو پرله پسې بريدونو وروسته د امريکا د لوړپوړي چارواکي دا لومړی سفر دی، چې عراق ته يې کوي.

د دوو اونيو پرله پسې بريدو په نتيجه کې د اسلامي دولت ځواکونو د بغداد شمال او لويديځې برخې نيولي دي.

جان کيري لومړی اردن او مصر ته تللی و، هلته يې هم چارواکو سره د عراق د امنيتي وضعيت په اړه خبرې اترې وکړې.

جان کيري وايي، چې د عراق دسترو ملي ګټو لپاره بايد ټول لوري په پوره اخلاص کار وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند “جين ساکي” وايي، چې جان کيري عراق سره د مرستو په موخه عراق ته تللی دی.

سرچينې د امريکايي چارواکيو وايي، چې کيري کوښښ کوي، د عراق ټول سياسي ګوندونه پر يو پراخ بنسټه حکومت سره راټول کړي، چې د ټولو خواوو لپاره د منلو وړ وي.

د يادونې وړ ده، چې له څو ورځو راهيسې يو شمېر سيميزې او نړيوالې ټولنې هم د عراق له لومړي وزير نوري المالکي څخه غوښتنه کوي، چې د عراق د سترو ملي ګتو له کبله بايد له واکه تېر شي او عراق کې يو پراخ بنسټه حکومت رامنځته شي، چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي، مګر نوري المالکي ټينګار کوي، چې دی يو قانوني او ټاکل شوی لومړی وزير دی او هيڅکله به د خلکو په غوښتنه له واکه لا پر سر نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x