سپينه جنډه

اکرام الدين مفتون

چې په کوم وخت مو په هېواد سپینه جنډه رپېده
ټــولــه نـــړۍ مــو لــه اثــره ډارېــده رپېده

هـغه افغان اوس په خپل کلي کې سرټـيـټی ګرځي
چـې پـه ډيلـي او اصفـهـان بـه يي شملـه رپېده

د مسلـمـان د مـلـک مـې داسـې بـاچـا هـم وليده
چـې د کافــر عسکـر په مخکـې يي تـنـه رپېده

دغــه مـاشـوم شـهيـد د کـوم جـرم ثبوت لرلو؟
چـې يي پـه قـبـر نـيـمـه سـوې سـيـپاره رپېده

هــاغـه ګــودر هـم د شـهـيـدې پـه نامـه ياديږي
چـې پـرې د پـاسـه سـره پـه وينو لوپټه رپېده

وحشي عسکرو ترې د ورور په باب پوښتنې کړلې
يـوه ماشومه خـور سلـګـو کې غـږېده رپېده

مفـتـونـه! ما چې د مظلوم ولس داستان ليکلو
قـلـم مـې ا وښکـې تويولـې کـتـابـچـه رپېده

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مهاجرمدثر
میلمه
مهاجرمدثر

السلام علیکم ورحمة الله وبرکااته
د نن ټکي اسیا له کارکونکو نه نړئ نړئ مننه یقینًا ډیر په زړه پوري،
شعرونه، لیکني، خبرونه او نور مطالب نشر ته سپاري لایزال جل جلاله دې کارکونکي او ټول مینوال بریالي او سرلوړي لري…آمیــــن