fbpx

ننګرهار: ناڅرګندو وسلوالو یو بل ديني عالم وژلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل):   سیمه ایز چارواکي تأییدوي چې تېره شپه په چپرهار ولسوالۍ کې نا معلومه وسله والو يو دينې عالم په ډزو وژلی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، د مولوي کريم په نوم يو ديني عالم د يادې ولسوالۍ اړوند په هدياخيلو سيمه کې لومړی له خپل کوره ايستل شوی او وروسته په ډزو وژل شوی دی.

د خوګياڼي په خبره، مولوي کریم په سیمه کې د دیني ښوونکي ترڅنګ، د هدياخيلو د جامع جومات امام و.
بلخوا شمشاد نيوز ته يوې ځايي سرچينې ويلي، چې نوموړی ديني عالم تېره شپه یوه بجه داعش وسله والو له خپل کوره ايستلی او وروسته يې وژلی دی.

که څه هم د نوموړي د وژل کېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی خو امنيتي مسئولين وايي په دې اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

باید وویل شي چې په ختیځ زون، خصوصاً ننګرهار کې په دې وروستيو کې د دينې عالمانو د وژل کېدو لړۍ په تېزۍ سره روانه ده چې تر دې دمه د مرکز جلال اباد ښار په ګډون په اطرافي سيمو کې لسګونه ديني عالمان وژل شوي چې خلک یې پړه پر داعش وسلوالو ور اچوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د