fbpx

د ابن القیم رحمه الله یو څو غوره ویناوي

راټولوونکې: عبدالله ستومان احمدزی

1: نيك عمله دوست:

ابن القيم رحمه الله- وایې: نيك عمله دوست درته له خپله ځانه غوره دى، ځکه خپل نفس درته په بديو امر کوي، او نيک عمله ملګرى درته تل په نيکيو امر کوي.

2: اړينو خلکو سره مرسته:

ابن القيم رحمه الله-وایې: خلکو دستونزو حلولو او هغوي د اړتياو پوره کولو خوند هغه څوک پيژنی چې تجربه کړي يې وي.

3: د غم او کړاو لامل:

ابن القيم رحمه الله وايې: کړاوونه، غمونه، او سوچونه د دوو لارو مينځته راځې:
دمال حرص او له دنيا سره مينه.
په عبادت او نيکيو کې سستوالي.
((عدة الصابرين ))

4: د ګناه زيان:

ابن القيم-رحمه الله-وایې: کله چې ګناه په پټه تر سره شي نو زيان يواځي ګناهګار ته وي، خو کله چې په ښکاره وي نو بيا يې زيان دټولني ټولو وګړو ته رسي.

5: له نا اميدی ځان ساتل

ابن القيم- رحمه الله-وایې: دخپل حکمت له مخى الله جل جلاله دخپل بنده په وړاندى دروازه نده تړلي، مګر داچې دخپل رحمت له وجى يې ورته دوه دروازى پرانستى دي.

6: نيك عمل ژوندانه د بدلون لامل ګرځي:

ابن القيم رحمه الله وايې: که چیرته انسان خپله ګناه په نيکى بدله کړي، رب العزت به ورته ذلت په عزت، بدبختى او سزا به ورته په نيکمرغى او هوساينه بدل کړي.

7: په عمل کې د سنتو پیروی

إمام ابن القيم رحمه الله وايې: د اخلاص او رسول صلی الله عليه وسلم له پیروی پرته عمل داسی دي، لکه مسافر چې خپل پنډوکی (پيټى)کې شګې بار کړى وي، چې د پنډوکى له دروندوالی پرته ورته بله کومه ګټه نلري.

8: د نظر ساتنه

ابن القيم -رحمه الله-: د نظر په ساتنه صبر ډير اسان دى په هغه درد باندى د صبر نه چې له نظره پيدا کيږى.
( الجواب الكافي )

9: ابن القيم -رحمه الله- وايې: د نظر له افت څخه دادى : چې افسوس، اسويلې او درد په میراث کې پريږدى يو کس به وينې چې نه بيا په هغه کار برلاسه وي او نه ترى صبر کولاى شی. (الجواب الكافي)

10: کله خبرې کول ګټور دى او کله چوپتيا او په کوم ځاى کې کوم يو مناسب دى:

ابن القیم رحمه الله وایې: ” ژبه دوه ستر افتونه لری که انسان له یو څخه خلاصی بیا مومی نو له دویم څخه نشی خلاصیدای:

د خبرو افت او د چوپتیا افت، کله هر یو یې په خپل وخت کې له بله ستره ګناه وی، له حق څخه چوپ کیدونکی ګونګ شیطان دی ، د الله تعالی څخه سرغړ ونکی، ریاکار او غوړه مال دی کله چې د خپل نفس په اړه ونه ویریږی.

په ناروا او باطله وينا کونکی هم ویونکی شیطان او د الله جل جلاله نافرمانه دی، زیاتره خلک په خپلو خبرو او چوپتیا کې بی لاری او ددغی دو ډولونو ترمنځ دی.

خو مینځ لارې بیا د سمی لاری څښتنان دی، خپلی ژبی له نارواو ساتی او په هغه څه یې خالصوی چې دوی ته په دنیا او اخرت کې ګټه رسوی، له دوی به هیڅ یو ونه وینی چې داسی خبری وکړی چې له فایدی پرته دی ضایع شی، بی لدی چې په اخرت کې ورته زیان ورسوی، یقینا د قیامت په ورځ به انسان د غرونو هومره له نیکیو سره راشی خو وبه وینی چې ژبی به ورته ټولی ړنګی ګړی وی، او یا به دغرونو هومره له ګناهونو سره راشی خو وبه وینی چې ژبی به ورته د الله جل جلاله د ډیر ذکر له امله ټول ختم کړی وی.

12: په هر حالت کې د خپل رب يادونه وکړئ:

ابن القيم رحمه الله وايې: الله تعالی هيڅکله د ذکر کوونکى ژبی اجر نه ضايع کوي، بلکى ذکر کونکى ته پرې ثواب رسي که څه هم زړه يې غافله وي ..خو دثواب ترمنځ تفاوت موجود وي. روضة المحبین (309/1 .)

13: ابن القيم رحمه الله وايې: د ذکر له ګټو څخه دا دى چې ذکر کونکى ته قوت او ځواک وربښى، تر دى چې له ذکر سره هغه څه شونی دى چې د ذکر پرته يې تصور نشی کيدلای.

14: ذکر اړينې فائدې:

ابن القيم رحمه الله وايې : د سحر او ماښام اذکار د زغرى په څير دى څومره چې يې کلک والی زياتيږى هغومره يې څښتن ته زيان نه رسيږى، بلکى کله د زغرى کلک والی تر دى ورسيږى چې غشۍ له ستنيدو وروسته بيرته ويشتونکى ته رسی.

15: د علم په خپرولو کې سستى مه کوئ:

امام ابن القيم ر حمه الله وايې: په علم سخا او د هغى خپرول د سخا له لوړ و مرتبو څخه دى، په علم سخا کول د مال له سخا بهتر دى، ځکه علم له مال څخه غوره او ارزښتناک دى . (مدارج السالکين )

16: د زړه سالمتيا:

ابن القيم رحمه الله زړه د سالمتيا په اړه وايې: د زړه سالمتیا تر هغى نه بشپړيږى تر څو چې له پنځو شيانو سالم پاتی نشی.

۱: له شرک څخه چې توحيد ماتوى،

۲: بدعت چې د سنت خلاف کوى،

۳: غفلت چې ذکر سره تضاد لرى،

۴: خواهش چې د اخلاص سره ټکر لري.

۵:شهوت چې الهی امر مخالفت ته د رابلی. (الجواب الکافی)

17:ابن القيم رحمه الله وايې: زړه دى په درى ځايونو کې ګوره:

۱: قران کريم د اوريدلو په وخت کې

۲: د ذکر په مجلسونو کې.

۳: د تنهايي عبادت په وختونو کې.

که پدې ځايونو کې دى ونه موند نو دالله تعالی نه سوال وکړه چې د زړه لوريـينه درباندې وکړي، ځکه ته زړه نه لري.

18: علم او عمل:

ابن القيم رحمه الله وايې: كه چیرته علم پرته له عمله فايده لرلای، نو الله جل جلاله به اهل کتابو د علاموو بدى نه بيانوله.

که چیرته عمل له اخلاص پرته ګټه لرلي، نو د منافقينو بد به نه ويل كيدل.

19: خلک او لمونځ:

علامه ابن القيم – رحمه الله- وايې:” خلک په لمانځه کې پنځو مرتبو ته ويشل کيږي:

لومړى: مرتبه:
هغه څوک دي چې د ځان سره ظلم کوي او د لمانځه په حق کې تفریط کوي، د لمانځه په وختونو، ارکانو، ټاکلی مقدار او اوداسه کې کمى کوي.  (ده ته به سزا ورکول کيږي)

دویمه: مـــرتبه:

هغه څوک دى چې لمانځه د وختونو، ټاکلی مقدار، اوداسه او ظاهرى ارکانو خيال ساتی، خو د وسوسو په وړاندى يې د نفس مقاومت پاتی راغلی وي، په لمانځه کې د وسوسو او افکارو سره پاتی کیږي. (له ده سره به حساب کيږى).

دریمه: مـــرتبه:

هغه څوک دى چې لمانځه د وختونو، ارکانو او ټاکلی مقدار حفاظت او ساتنه کوي، نفس يې د وسوسو او افکارو په وړ اندی مقاومت کوي، د دښمن سره په مبارزه بوخت وي تر څو لمونځ ترى غلا نه کړي. (ښايي ده ته بښنه وشي)

څلورمه: مـــرتبه:

هغه څوک دى چې لمانځه ته ودريږى، دهغه حقوق، ارکان، او ټاکلی مقدار په سمه توګه تر سره کوي، زړه يې د لمانځه ارکانو او سمى کړنی ته متوجى وي تر څو کوم شی ترى ضايع نشی، بلکې ټول سوچ او فکر يې د لمانځه سموالی ، بشپړتيا او پوره والی ته وي، زړه يې په لمونځ او د الله جل جلاله په بند ګى بوخت وي. (ده ته به اجر او ثواب ورکول کيږي)

پنځمه: مرتبه:

هغه څوک دى چې لمانځه ته ودريږى د هغه حقوق، ارکان، او ټاکلی مقدار په سمه توګه ترسره کوي، خو سره له دې يې خپل زړه د الله جل جلاله په وړ اندى يخى وي، د زړه په سترګو هغه ته ګوري او څارنه يې کوي، زړه یې د الله جل جلاله له مينې او لويې ډک وي، داسی وي ګويا چې دا يې وينې او ليدنه يې کوي، ټولی وسوسې او نفسی خاطرې د مينځه تللي وی او پرده يې د ده او الله جل جلاله ترمينځه اوچته شوي وي.

د ده او نورو د لمانځه په غوروالی او لويې کې دومره توپیر وي لکه ځمکه او اسمان، دا په لمانځه کې د خپل رب په رضایت بوخت وى او خپلی ستر ګې پرى ويخوي. (دا خپل رب ته نږدې دی )

20: تیر وخت:

ابن القيم رحمه الله- ويلې دى: ” د تري وخت په پښيمانی ځان مشغولول د حاضر وخت بربادول دى “. (مدارج السالکین )

21: خپلی پټى چارې مو اصلاح کړئ:

امام ابن القيـم – رحمـه الله- وايې : څوک چې خپلی پټى کړنې سمى کړي، الله تعالی به يې ښکاره چارې سمى کړي. څوک چې د خپل ځان او خپل رب ترمنځ اصلاح وکړي الله جل جلاله به دده او خلکو ترمنځ اصلاح وکړي. څوک چې د اخرت لپاره عمل وکړي الله جل جلاله به يې ددنيا اړتياوې پوره کړي.

……..پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د