
د ښوونیزو ادارو مسؤلین زده کوونکي نوم لیکنې ته مجبوروي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل): طلوع نیوز د ځينو ښوونځيو د زده کوونکو د والدینو په حواله وايي چې د ټاکنو په عمر برابر اولادونه يې په زور نوم لیکنې ته اړ کېږي.
د سرچینې په وینا زده کوونکي ګواښل کېږي، چې که د ټاکنو لپاره نوم لیکنه ونه کړي، نو د ښوونځي اسنادو کې به ستونزې ورته جوړې کړي.
سرچینه زیاتوي زده کوونکي پر دې هم ګواښل کېږي، چې باید د ښوونځي د مسؤلینو له خوا ور پېژندل شوي نوماند ته رایه ورکړي.
د کابل ښار اوسېدونکې سها رسا وايي، په ځينو ښوونځيو کې له زده کوونکو تذکرې ټولې شوې او د ښوونځي مسؤلین هغه احتمالي نوماند ته دا تذکرې سپارې چې دوی ورسره معامله کړې وي.
د ولسي جرګې غړې حمیده احمدزۍ وايي په قانون کې دا نشته چې څوک دې په جبري ډول نوم لیکنې یا هم رایه ورکولو ته اړ کړل شي.
که څه هم د نوم لیکنې مرکزونه په مسجدونو او ښوونځیو کې پرانیستل شوي، خو د پوهنې وزارت د نشراتو مشر کبیر حقمل وايي دوی په ښوونځيو کې هیڅ سیاسي فعالیت ته اجازه نه ورکوي او د پورته زده کوونکو څرګندونې بې اساسه بولي.
دا په داسې حال کې دی چې ګڼو دولتي مامورینو هم شکایتونه کړي چې د ادارو د امرینو له لوري په زور نوم لیکنې ته اړ کېږي.
پرون (شنبه) کابل ښار کې د برېښنا ریاست اړوند ټول مامورین رخصت او یو ځايي د نوم لیکنې مرکزونو ته وړل شوي وو.