افغانستان

ارګ روسيې ته د نېکولسن د وړاندیز هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل): ارګ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال نېکولسن د هغه وړاندیز هرکلی کړی، چې روسيه يې هم په روانه جګړه کې را شریکېدو ته غوښتې وه.

نیوزیک مجلې تېره ورځ د نېکولسن له خولې ويلي و، چې روسیه او امریکا باید خپل منځي اختلافات یوې خواته کړي او په افغانستان کې روانه جګړه کې سره شریک شي.

ارګ له دې څرګندونو سره ژر خپل دریځ روښانه نه کړ، خو نن يې وویل، نېکولسن پر ځای وړاندیز کړی او دوی يې هرکلی کوي.

په ارګ کې مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، له «تروریستي» ډلو سره اړیکي امنیت سره مرسته نه کوي، مهمه دا ده چې په دې برخه کې د هېوادونو همغږي مهم رول لرلی شي.

دا په داسې حال کې دی چې افغان او امریکايي چارواکو پرلپسې روسيه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړې او روسيې بیا امریکا په افغانستان کې د داعش را پیدا کولو مسؤله بولي.

د پوځي شنونکو په باور په افغانستان کې د داعش له وجوده د روسيې اندېښنه ښايي د دې علت شي چې ګډ کار ته زړه ښه نه کړي.

د افغان پوځ پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي وايي، چې د روسيې دا اندېښنې لرې شوې نه وي، له امریکا سره به په افغانستان کې ګډ کار ته زړه ونه کړي.

یاده دې وي تېر اوونۍ ګارډين ورځپاڼې د امریکايي چارواکو اړوند وویل چې روانه جګړه يې داسې حالت ته رسولې، چې نه يې ګټلی شي، نه پرېښودلی او نه يې هم درولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام سخی

زه امریګاته وایم نور مه افغانان وژنی او نه کامیابیداشی په عزت کی له افغانستان نه پښی سپکی کر ی

محمد

که دا غلان وپوهیږی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x