ویکی لیکس: د پاسداران انقلاب مشر احمدی نژاد په څپیړه وواهه

iranian-president-mahmoud(نن ټکی آسیا) د ویکی لیکس په خپرو شوو اسنادو کې راغلې چې د پاسدارن انقلاب مشر علی جعفری د ایران صدر احمدی نژاد هغه وخت په څپیړه وواهه کله چې ده په یو داخلی امنیتی مجلس کې تقریر کوی او وې ویل چې مونږ باید خلګو ته لږ ازادی ورکو ، خلګ تنګ دی او همداسی صحافت ته باید لږ ازادی ورکو.. پر دې خبرو علی جعفری ته غوصه ورغله او احمدی نژاد یی په څپیړه وواهه..او ورته یی وویل چې ددی حالت ذمه هم ستا په غاړه ده..
دا معلومات د امریکی په هغو پټو اسنادو کې راغلی چې ویکی لیکس نشر کړی..او دا خبره د ایران د همسایه ملک آذربایجان کې امریکایی سفیر په خپل یوه مراسله کې کړی وه..او په ۱۱ فروری ۲۰۱۰ باندی واشنګټن ته استول سوې وه..او اوس د هسپانیه یو اخبار خپره کړې..
په مراسله کې ویل سوی چې هغه اجلاس بیا ړنګ سو او دوه هفتی بعده د آیت الله جنتی د شورای نګهبان مشر ددوی په منځ کې صلح وکړه..



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.