ټولنیزه برخه

له بداخلاقه انسان نه الله او ټول مخلوقات کرکه کوي

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: کله چې له کوم بنده سره د الله مینه شي جبريل را وبولي او ورته ووایې: زه له فلاني سره مینه لرم ته هم مینه ورسره وکړه، جبرایل هم مینه ور سره وکړي، بیا د اسمان مخلوق ته اعلان وکړل شي چې الله عز وجل له فلاني سره مینه لري تاسو هم مينه ور سره وکړئ نو د اسمان مخلوق هم مينه ورسره وکړي، او بیا دا بنده په ځمکه کې هم خلکو ته منلی وګرځول شي.

او له کوم بنده نه چې الله کرکه کوي جبرایل راوبولي او ورته ووایې: زه له فلاني نه کرکه لرم ته هم کرکه ورنه وکړه نو جبرایل کرکه ورنه وکړي، بیا د اسمان مخلوق ته اعلان وکړل شي چې الله له فلاني نه کرکه کوي تاسو هم کرکه ورنه وکړئ او د اسمان مخلوق کرکه ورنه وکړي، او بیا د ځمکې د خلکو له پاره هم د کرکې وړ وګرځي.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” إِنَّ اللَّهَ إِذَا أَحَبَّ عَبْدًا دَعَا جِبْرِيلَ عَلَيْهِ السَّلامُ ، فَقَالَ : إِنِّي أُحِبُّ فُلانًا فَأَحِبَّهُ ، قَالَ : فَيُحِبُّهُ جِبْرِيلُ ، ثُمَّ يُنَادِي فِي أَهْلِ السَّمَاءِ إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يُحِبُّ فُلانًا فَأَحِبُّوهُ ، قَالَ : فَيُحِبُّهُ أَهْلُ السَّمَاءِ ، ثُمَّ يُوضَعُ لَهُ الْقَبُولُ فِي الأَرْضِ ، وَإِذَا أَبْغَضَ عَبْدًا دَعَا جِبْرِيلَ فَقَالَ : إِنِّي أُبْغِضُ فُلانًا ، فَأَبْغِضْهُ ، فَيُبْغِضُهُ جِبْرِيلُ ، ثُمَّ يُنَادِي فِي أَهْلِ السَّمَاءِ ، إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يُبْغِضُ فُلانًا فَأَبْغِضُوهُ فَيُبْغِضُوهُ أَهْلُ السَّمَاءِ ثُمَّ تُوضَعُ لَهُ الْبَغْضَاءُ فِي أَهْلِ الأَرْضِ ” . رواه البخاري ومسلم والترمذي وغيرهم.

زموږ خلک متل کوي وایې: د فلاني ملایکې بداوازه شوي دي، دا خبره د هغه چا په اړه کیږي چې یو چاته یې بد هم نه یې رسولي بیاهم خلک له هغه نه کرکه کوي او خلک دا دعاهم کوي چې یا الله ملایکي مي مه بداوازه کوه، دا راز داسي خلک هم شته چې چاته یې خیر هم نه یې رسولی خو بیا هم خلک مینه ور سره کوي او په خلکو ښه لګيږي. له دې تفصیل نه په ښکاره توګه په خپله ټولنه او چاپیریال کې د دې مبارک حدیث روښانه مصداق موندلی شو.

که په ټوليزه توګه هغه انسان تر څیړنې لاندي ونیسو چې خلک کرکه ور نه کوي راته معلومه به شي چې له بداخلاقه او شیطان صفته انسان نه خلک کرکه کوي، یوڅوک چې سخت جګړه مار او بد اخلاقه وي هغه که چاته بد نه وي رسولي هغه هم کرکه ورنه کوي او یو څوک چې نرمخویه او ښه اخلاق لري هغه که چاته ښه او خیر نه وي هم رسولي په خلکو ښه لګیږي. بد اخلاقه او جګړه مار انسان په یوه بل نبوي حدیث کې درپیژنو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : الله له هغه انسان نه ډیره کرکه کوي چې هغه چالاک او سخت جګړه مار وي . عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “إن أبغض الرجال إلى الله الألد الخصم” (البخاري ومسلم) .

امام النووي وایې : الالد او الخصم دهغه انسان خویونه دي چې حق ته په هیڅ صورت غاړه نه ږدي او په جګړه ، جنجال او له حق نه په بغاوت کې مهارت لري . اودا هغه بدمرغه انسان دی چې د الله جل جلاله د سختي کرکي وړ او مستحق دي . العیاذبالله. لنډه دا چې له بداخلاقه او جګړه مار انسان نه الله او د ځمکې او اسمان ټول مخلوقات کرکه کوي.

لیکوال: حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبیدالله شیرزی

غزل / عبیدالله شیرزی میدانوال څوک چي زموږ له قافلې وتلي په بدو سر دي نور ښې وتلي دمیني کورته بیا راتللی نشې چې په خپل سر له دروازی وتلي موږ ته چې تراشي څوک عقلی دلائل له خپلي پاکې عقیدي وتلي دضلالت په نیلي سپور ګرځیږی دهدایت له دائری وتلي چاچي کړه غوره د شیطان تګ لاره نور د توحید له کلیمي وتلي قرآن،سنت،اجماع،قیاس منو موږ خو خوارج له دي نقشی وتلي دوي صرف او نحوه، منطق څه پیژني له معرفی او نکِرۍ وتلي جهل کې کم له ابوجهل نه دي زړونه یې تور دي تري ډیوې وتلي دداسي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x