محمد اشرف غني او مېرمن يې د برېښنايي تذکرو اخیستو پر مهال

د برېښنايي تذکرو د وېش په اړه ضد او نقیض څرګندونې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل): په ارګ کې ځينې سرچينې وايي د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر منځ د ناندریو له امله د برېښنايي تذکرو وېش بیا ځنډول شوی دی.

رصد؛ خبري بنسټ د دې سرچینې په حواله وايي چې محمد اشرف غني نن د برېښنايي تذکرو د وېش د بندولو امر وکړ.

د سرچينې په وینا د محمد اشرف غني له لوري د بیا امر کولو تر وخته به برېښنايي تذکرې ونه وېشل شي.

د نفوسو د احوالو د ثبتولو ریاست وايي دوی د برېښنايي تذکرو وېش ځنډولی نه دی، یوازې يې د وېش وسایل له یو ځای نه بل ځای ته انتقال کړي دي.

د دې ریاست ویاند روح الله احمدزی وايي دوی به دا لړۍ روانه وساتي او پر وړاندې يې کوم خنډ نه ويني، خو ويې نه ویل چې ولې يې د تذکرو د وېش وسایلو د ځای بدلولو اړتیا احساس کړه.

د برېښنايي تذکرو وېش تېره اوونۍ د محمد اشرف غني له لوري د تذکرې په اخیستلو رسماً پیل شو، چې څو ساعته وروسته يې پر خلاف عبدالله عبدالله خبري کنفرانس ورکړ.

له عبدالله وروسته د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني هم توندې نیوکې وکړي او په تذکره کې يې د افغان لیکل، د ځان لپاره کاذب هویت وباله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د