
لوېدیځ کابل: له چاودنې وروسته؛ د نوم لیکنې درې مرکزونه بیا پرانیستل کېږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل): د کابل په لوېدیځ کې د غويي د میاشتې په دویمه له لويې چاودنې وروسته د نوم لیکنې درې مرکزونه وتړل شول.
د نفوسو د احوالو د ثبتولو ریاست وايي دا مرکزونه بېرته پرانیزي او تر پخوا به يې خوندیتوب ته ډېر پام وکړي.
د دې ادارې ویاند روح الله احمدزي نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، دا درې مرکزونه به په دشت برچي سیمه کې پرانیستل شي.
د هغه د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې د تذکرو د وېش لپاره ۱۵۰۰ ساحوي ټیمونه بوخت دي، چې یو میلیونو تنو ته يې کاغذي تذکرې ورکړې دي.
دشت برچي؛ هغه سیمه ده چې د غويي د میاشتې په دویمه نېټه یوې لويې چاودنې لسګونو تنو ته پکې مرګ ژوبله واړوله.
د دې پېښېې مسؤلیت د داعش په نوم وسله والې ډلې ومانه، خو د ولسي جرګې غړو حکومت د دې چاودنې پر ترتیب، پلانولو او تطبیقولو تورن کړ.