
بدخشان: حکومت د کوهستان د بېرته نیولو دعوه کوي؛ طالبان يې بې اساسه بولي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل): د بدخشان کوهستان ولسوالۍ له څو ورځې سختې جګړې وروسته تېره پنجشنبه د طالبانو لاس ته ولوېده، چې تېر ماښام يې دولتي ځواکونو د بیا نیولو دعوه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ويلي د ګډ ځواکونو د عملیاتو پایله کې يې د ولسوالۍ ودانۍ بېرته نیولې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د دولتي سرچینو دا دعوه بې اساسه بولي او وايي چې دوی نور هم پرمختګ کړی.
مجاهد لیکلي: «نن ماښام له دښمن څخه ۴ نور کلې هم تصفیه شول او مهم سنګرونه یې پریښودل، په نښته کې ۵ تنه کمانډو عسکر مړه او ژوبل دي نور وتښتېدل.»
کوهستان چې د تېرې اوونۍ په پای کې د سختې جګړې شاهده وه، له مرکز پرته يې نوره پراخه ساحه د طالبانو تر واک لاندې پاتې شوې ده.