نظــر

په شورای نظار کې سخته ويره خپره شوې

په ډاکټرعبدالله بريد انګليس استخباراتو (ام ای ۶ + ډاکټر ضياء )ترسره کړ

د تېرې غبرګولی مياشتې په (۱۶) نېټه په ډاکټر عبدالله دټاکنيز کمپاين پر مهال وژونکي بريد د شورای نظار په منځ کې سخته ويره خپره کړې

او داسې انګيري چې له صحنې څخه د دوی د لرې کولو لپاره يوه ستره دسيسه په کار اچول شوې،خو په دې کې سره ويشلې دي چې څه ډول غبرګون يې په وړاندې څرګند کړي .

په هغه لومړني پټ مجلس کې چې له بريد وروسته دډاکټر عبدالله ، يونس قانوني ، جنرال بسم الله خان ، امرالله صالح ، انجينر عارف ، دولت مير او د شورای نظار د نورو مشرانو تر مينځ ترسره شو امرالله صالح بريد د ملي امنيت د مرستيال ډاکټر ضياء کار وباله او زياته يې کړه چې د دغه بريد طرحه په دوبۍ کې ډاکټر ضيا د انګلستان دام ای ۶د دوو تنو افسرانو (لاري ) او (فيټر) سره چې يو وخت يې په عراق کې هم کار کاوو او وروسته په کابل کې هم د انګلستان په سفارت کې دام آی ۶مشران وو، جوړه کړې ده.

دده له قوله اتمر او معصوم ستانکزی هم له ډاکټر ضياء سره په دې پلان کې شريک وو او دا پلان يې د آی اس آی او لشکر طيبه په مرسته پلی کړی، دوی په دې باور دي چې د انګلس د استخباراتو يو بل مامور مايکل سمپل چې د ېوې پاکستانۍ سره يې واده کړی او په اسلام اباد کې هم کله کله اوسيږي او څوکاله دمخه په هلمند کې د ځينو پټو تحرکاتو له وجې د کرزي له لوري له افغانستان څخه اخراج شوی وو او له اتمر ، او ستانکزي سره نږد ې اړيکې لري د دې پلان په عملي کولو کې يې زيات رول درلود .

د کارپوهانو له نظره څرنګه چې ډاکټر ضياء په دې وروستيو وختونو کې خلقيانو او ډاکټر اشرف غني احمدزي ډلې ته ډير نږدې ښکاري او ډيره راشه درشه ورسره لري او يقيناً يې څو مياشتې دمخه دوبۍ ته سفر لاره او لندن ته يې خپل کور هم لېږلی له همدې امله تر ډيره بريده د امرالله صالح معلومات دقيق مالوميږي .

داچې بريد هرچا ترسره کړی وي حتماً د کرزي د نظام له داخل نه همکاري ورسره شوې ده ځکه د هغې ټاکنيزې غونډې په هکله معلومات چې په ډاکټر عبدالله بريد پکې ترسره شو د داخله وزير له قوله پوليسو ته هم نه وو ورکړل شوي، نو څنګه کيدای شي چې د نظام په داخل کې دې د کوم چا له استخباراتي مرستې پرته کوم څوک د داسې بريد په ترسره کولو توانېدلي وای؟، له ډاکټر ضياء سره پنجشيريان له دې امله هم عقده لري چې ده په اصطلاح د مقاومت په دوره کې رول نه درلود او دومره لويې څوکۍ ته له شورای نظار سره د خيانت په بدل کې رسيدلی ده ،او دشورای نظار ډير مهم او پټ اسرار يې ځينو کورنيو رقيبو کړيو او خارجي استخباراتو ته افشاکړي، او دوی ته د شورای نظار په برخه کې استخباراتي فعاليت کوي .

د کرزي د ملي امنيت عمومي رئيس رحمت الله نبيل هم له بريد وروسته له ډاکټر عبدالله او انجنر عارف سره په يوه ځانګړې ناسته کې خپل ځان دوی ته مخلص ښودلی خو خپله کرزی او ډاکټر سپنتا يې د ډاکټر عبدالله په حق کې غيرمخلص په ګوته کړي او دغې خبرې هم د شورای نظار شک لازيات کړی .

د شورای نظار په مشرانو کې په ډاکټر عبدالله له بريد وروسته سخته ويره خپره شوې او مورال يې ډير لوېدلی دوی له دې بريد څخه دا انتباه اخلي چې امريکا او لوېديځ وال پرې اعتماد نه کوي او کله به هم دوی ته اجازه ورنکړي چې له کرزي وروسته راتلونکی حکومت جوړ کړي او حتماً به ډاکټر اشرف غني چې د غرب په موډل پوره برابره ده او يوازې له سي آی ای او نورو لوېديځو استخباراتو سره نږدې اړيکې لري پرې بريالی کوي، د شورای نظار لوی او واړه مشران په دې فکر کې دي چې که داځل دوی ارګ ته ونه رسيږي دا به د دوی په تابوت وروستی ميخ وي او شايد په راتلونکي کې له ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان شي .

په دغو پټو مجلسو کې جنرال بسم الله خان اوسنی وخت دکوم نظامي غبرګون لپاره مناسب نه ګڼي او وايي مونږ ددې وس نه لرو بايد له صبر نه کارواخلو خو امرالله صالح ، انجنرعارف او قومندان عطا په دې نظردي چې مخکې له هغې چې يو يو ووژل شو بايد لاس په کارشو. ( قبل ازاين که کشته شويم بايد بکشيم)

او په جمعه خان او معصوم ستانکزي له وروستيو مرموزو بريدونواو په شمال کې د وسلو د توزيع او د عبدالله په پلوي مظاهروکې د مسلحو حکومتي چارواکو او پخوانيو قومندانانو له موجوديت څخه څرګنديږي چې د خپلو مشرانو پرله پسي بريدونو او د بريدونو هڅو ته به د شورای نظار غبرګون د ټوپک په ماشه وي او شايد په انتخاباتو کې د ډاکټر عبدالله د ماتې له اعلانېدو وروسته د دواړو خواوو له لوري دمرموزو او هدفي قتلونو لړۍ لا تيزه شي.

لیکوال: منیر احمدجلالي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x