افغانستان

بغلان: وسله والو د شپږو هندیانو په ګډون اوه تنه تښتولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل): د بغلان چارواکي وايي د بغلان – سمنګان په لویه لاره وسله والو شپږ هندي او یو افغان تبعه تښتولي دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع وايي دغه کسان چې د برېښنا برخه کې د «KEC» په نوم هندي شرکت کارکوونکي و، د طالبانو له لوري تښتول شوي دي.

د ده په وینا دې کسانو پلخمري ته څېرمه د خواجه الوان سیمه کې د برېښنا شرکت په یو «سب سټېشن» کې دندې درلودې.

شجاع وايي چې تښتوونکو لومړی اته تنه وتښتول، خو يو يې وروسته وژلی او د شپږو هندیانو په ګډون يې اوه تنه له ځان سره بیولي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد افغان اسلامي اژانس ته له پېښې ناخبري ښوودلې ده.

دغه هندي شرکت له برېښنا وزارت سره د کاسا – ۱۰۰۰ په ګډون په ګڼو نورو پروژو کې قراردادي دنده پر مخ وړي.

یاده دې وي نږدې دوه اوونۍ وړاندې طالبانو په بغلان کې کابل ته غځېدلې برېښنا په دې خاطر قطعه کړه، چې حکومتي چارواکو په بغلان او کندوز کې د دوی تر لاس لاندې سیمو خلکو ته برېښنا نه ورکوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x