مسیر: افغان حکومت بايد د حاجي جمعه خان د خوشې کېدو په تړاو له امريکا وضاحت وغواړي

د چارو شنونکي او حقوقپوهان وايي، امريکا په لوی لاس په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق ته لاره هواروي او اړينه ده چې افغان حکومت له دغه هېواده د نشه يي توکو د تر ټولو ستر افغان قاچاقچي حاجي جمعه خان د خوشي کېدلو په تړاو وضاحت وغواړي.

د چارو شنونکی فدامحمد نظري وايي، دی شک نه لري چې امريکا دې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس ونه لري، خو په وينا يې چې د جمعه خان خوشي کېدو حيران کړی نه دی.

د سياسي چارو شنونکی سيدرحيم ستار هم له نشه يي توکو سره په مبارزه کې د لويديځوالو پر نيت شک لري او وايي چې امريکا د خپلو لګښتونو لویه برخه د نشه يي توکو له عوايدو پوره کوي.

دی وايي، حاجي جمعه خان په اندونيزيا کې د سي ای اې له لوري نيول شوی او افغان حکومت د دې جوګه نه دی چې اوس له امريکا د هغه د خوشي کېدو په تړاو وضاحت وغواړي.

خو د حقوقي چارو کارپوه نظيم سمون وايي چې افغان حکومت د ځينو نړيوالو کنوانسيونونو پر بنسټ، له امريکايانو په دې اړه وضاحت غوښتی شي چې د نشه يي توکو تر ټولو ستر قاچاقچي حاجي جمعه خان یې ولي خوشي کړی دی.

سمون د ترهګرۍ د تمويل د مخنيوي کنوانسيون د بېلګې په توګه يادوي چې پر بنسټ يې امريکا افغانستان د وضاحت پر ورکړې مکلفه ده: «د تروریزم د تمویل د مخنیوي په اړه د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۹ کال کنوانسیون غړي هېوادونه مکلف ګرځوي چې هغه اشخاص چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د تروریزم په تمویل کې ښکېل وي او د یوه یا څو هېوادونو امنیت ګواښي، باید تر تعقیب لاندې ونیول شي او خپل هېواد ته وسپارل شي. که چېرته یاد کس د امریکا په محاکمو کې مجرم پېژندل شوي وي او بیا سي ای اې خوشي کړی وي، نو دا له یوې خوا د یوه نړیوال تعهد نقض دی او له بلې خوا يې د افغانستان ګټې هم زیانمنې کړې دي. ځکه د خوشې کولو په وخت کې یې له افغانستان سره باید خبرې شوی وای چې ایا یاد کس خوشې شي او که افغان حکومت ته وسپارل شي».

سمون زياتوي چې امريکا له افغانستان سره امنيتي او دفاعي تړون هم لري چې پر بنسټ يې د امريکا متحد ايالتونه بايد د حاجي جمعه خان د خوشي کېدو په تړاو افغان حکومت ته وضاحت ورکړي.

۶۴ کلن حاجي جمعه خان د نيمروز ولايت اوسېدونکی دی چې د ۲۰۰۸ کال په اکټوبر کې د اندونيزيا په پلازمېنه جاکارتا کې د سي ای اې له لوري نيول شوی و. نوموړی هغه مهال د مرکزي اسيا په کچه د نشه يي توکو د قاچاق د تر ټولو سترې شبکې مشر بلل شوی و.

امريکايي څارنوالانو ادعا کړې وه چې حاجي جمعه خان له طالبانو سره د وسلو او پيسو د مرستو تر څنګ د ځانمرګو بريدونو په تنظيم کې هم همکاري درلوده چې ګڼو افغان او امريکايي اتباعو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د نشه يي توکو پر خلاف د امريکا د مبارزې ادارې د حاجي جمعه خان د خوشي کېدو په تړاو له څه ويلو ډډه کړې او دغه راز لا معلومه هم نه ده چې نوموړی په کومو شرایطو او ولې خوشي شوی دی.

که څه هم په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموريت ځواکونو له تېرو څو مياشتو راهيسې د نشه يي توکو د پروسس پر مرکزونو بريدونه ډېر کړي، خو د چارو شنونکي وايي چې لويديځ، په ځانګړي ډول د امريکا متحد ايالتونه له نشه يي توکو سره په مبارزه کې رښتيني نه دي.

د چارو شنونکی حامد هاشمي وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو د پروسس پر مرکزونو بريدونه ځکه کېږي چې لوی هېوادونه نه غواړي، د نشه يي توکو د پروسس له درکه ميلياردونه ډالره عوايد له لاسه ورکړي. نوموړی وايي، که لويديځ په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې رښتينی وي، نو بايد د دې توکو د کښتونو مخنيوی وکړي.

له مسیر ورځپانې په مننې!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د