خوست: د نوم لیکنې مرکز ته څېرمه چاودنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل): د خوست چارواکي وايي د دې ولایت په مرکز کې د یعقوبیو اډې ته څېرمه د نوم لیکنې پر مرکز چاودنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د خوست د امنیت امر عبدالحنان وايي په پېښه کې تر اوسه پورې ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

د هغه په وینا پېښه نن شاوخوا دوه نیمې بجې د نوم لیکنې یو مرکز ته څېرمه را منځته شوه.

د عیني شاهدانو په وینا دغه مرکز په یوه مسجد کې و او چاودنه هغه مهال وشوه، چې خلک له لمانځه نه وزګار شوي و.

د دوی په وینا د پېښې ډېری قربانیان امنيتي مسؤلین، د مرکز کارکوونکي او مراجعه کوونکي دي.

تر اوسه د چاودنې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د