د خوست په چاودنه کې د مرګ ژوبلې شمېر پورته شو / انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل): نن د یکشبنې په ورځ د خوست ښار په هغه مسجد کې چاودنه وشوه چې د پارلماني ټاکنو لپاره د نوم ثبتوني مرکز ځیني جوړ شوی وو، چې له امله یې د چارواکو په وینا تر اوسه ۱۲ تنه مړه او ۳۳ تنه نور ټپيان دي. ګمان کیږي چې د تلفاتو شمېر به نور هم پورته شي.

د خوست امنیه قومندان عبدالحنان رسنیو ته ویلي چې چاودنه ماسپښين مهال د نوم لیکنې په هغه مرکز کې وشوه کوم چې په یوه مسجد کی جوړ شوی وو.

نوموړی ویلي چې شاوخوا ۳۰ تنه مړي او ټپيان یې روغتون ته رسولي دي خو د مړو دقیقه شمیره په لاس کې نه لري.

دغه مرکز او مسجد د یعقوبیو اډې ته څېرمه په خوست ښار کې دننه جوړ وو.

د خوست د عام روغتون چارواکو ویلي چې تر اوسه روغتون ته ۱۲ تنه مړي او ۳۳ ټپیان ور وړل شوي دي.
د عیني شاهدانو په وینا دغه مرکز په یوه مسجد کې و او چاودنه هغه مهال وشوه، چې خلک له لمانځه نه وزګار شوي و.

د دوی په وینا د پېښې ډېری قربانیان امنيتي مسؤلین، د مرکز کارکوونکي او مراجعه کوونکي دي.

تر اوسه د چاودنې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د