نړۍ

د اسلامي دولت ځواکونو د نفتو ستره زیرمه ونیوله

نن ټکی آسیا: عراقي پاڅونوالو د بغداد په شمال بیجي کې ددغه هېواد  د نفتو تر ټولو ستره زېرمه نېولې ده. پاڅونوالو له تېرو لسو ورځو راهیسې د نفتو دغه  زیرمه تر محاصرې لاندې نیولې وه.

د  نفتو دغه زیرمه د عراق ۱/۳ برخه تیل واردوي، پاڅونوال وايي چې د نفتو زیرمه يې ځايي قبایلو ته سپارلې.

العربیه عربي وېبپاڼې ته  سرچینو ویلي چې د مالکي ځواکونه د ځايي مشرانو په ضمانت تسلیم شوي. پاڅوانوالو د مصفاة ویډيو په یوټيوب کې خپره کړې چې ددوی په ننوتلو سره ځايي خلک خوښي کوي.
 
تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري بغداد کې د سترو سیاسي څېرو سره وکتل، کیري په دغو لیدنو کې د مالکي حکومت ته ډاډ ورکړ چې له دوی سره به هر اړخیزې مسلسلې مرستې کوي.

د مالکي حکومت له امریکا رسمي وغوښتل چې د اسلامي دولت په ځواکونو دې  بمباري وکړي.

عراق کې اسلامي دولت ځواکونه د نورو پاڅونوالو سره یو ځای د عراق په لویدیځه برخه خپل د واک سیمه پراخوي، دوی د بغداد په شمال کې هم زیات شمېر سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي.

د اسلامي دولت ځواکونو څو ورځې دمخه د عراق په لویدیځ سیمه کې د سوریې او اردن پولې ته څېرمه ډيرې پوستې ونیولې، دوی د نیولو سره دغه پولې ونړولې او د عامو خلکو پر مخ يې خلاصې کړې.

عراقي پاڅونوال اوس د عراق ستر د بريښنا ډیم پر لورې پرمختګ کوي.  د بريښنا دغه ډیم سره اوسمهال زیات شمېر د مالکي ځواکونه پراته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x