افغانستان

اشرف غني ټیم د امرخیل د تلیفوني خبرو د سرچینې غوښتنه کوي

د ډاکتر اشرف غني احمدزي ټيم د ضیاء الحق امرخیل د هغه تلیفوني خبرو چې د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټیم له لورې خپرې شوې، په اړه د وضاحت غوښتنه کوي.

د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټیم غړی حمیدالله فاروقي کابل کې په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې د اصلاحاتو او همګرایۍ ټيم دې په دې اړه وضاحت وړاندې کړي چې د امرخیل تلیفوني خبرې يې د دولت له کومې سرچینې او یا د بهرنیو څارګرو ادارو له کومه شبکو ترلاسه کړی.

ضیاء الحق امرخیل تر هغې وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه چې د ډاکتر عبدالله ټيم د نوموړي  ۱۳ دقیقې تلیفوني خبرې چې په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه یې کړې وې خپرې کړې.

امرخیل په دغو خبرو کې وايي چې پسونه غره ته بوځي او هلته يې ښه ماړه کړئ. دی همدارنګه په دغو خبرو کې وايي چې ځينې کسان له دندو لرې کړي او پر ځای خپل موثق کسان وټاکي.

امرخیل دغه خبرې پرون د استعفا ورکولو پر مهال او تر هغې مخکې رد کړې، نوموړي پرون په خبري کانفرانس کې ویل چې د ټولو غیر مشروعو غوښتنو په اړه يې مبارزه کړې. امرخیل د عبدالله ټیم ته اشاره کوي چې له ده يې غوښتنه کړې چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې  د نورو اراء کمې کړي او دده رایې ۵۰٪+۱ پوره کړي. امرخیل وايي ټول پېشنهادونو مو رد کړي، مالي او لوړې څوکیو پېشنهاد راته شوی خو د ملت په خاطر مو دغه ټول پېشنهادونه رد کړي.

د اشرف غني ټیم هم په دې اړه ویلي چې د امرخیل سره یې هیڅ اړیکه نه درلوده، امرخیل د افغانستان ملي منافعو په خاطر استعفا ورکړې.

فاروقي وايي چې د عبدالله ټیم په دې لټه کې و چې داسې یو غږیز فایل نشر کړي څو د عامه خلکو اذهان مغشوش کړي خو امرخیل په ډير زړورتوب ددوی دغه عمل خنثی کړ.

فاروقي زیاته کړې چې کومې تلیفوني خبرې نشر شوي، دا لا هم مشکوکې دي، دا لا مالومه نه ده چې چا کړي؟ موږ په دې اړه د شکایاتو کمېسون ته خپل شکایت وړاندې کړی.

ده همدا راز  ټول هغه تورونه رد کړي چې د اشرف غني احمدزي ټیم په ټاکنو کې درغلۍ کړي، دی وايي  ددوی سیالان په دې سره د عامو خلکو ذهنونه مغشوشوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x