fbpx

راشد خان «سل» شل اوریزې لوبې پوره کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ غویي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سوکه توپ اچونکی راشد خان چې پنځه ورځې وروسته به ۱۹ کلن شي په شل اوریزو سیالیو کې «سل» لوبې پوره کړې.

راشد خان تېره ورځ د هند په سوداګریزو سیالیو کې  د دهلي لوبډلې پر وړاندې پخپله سلمه لوبه کې دوه ویکټې ترلاسه کړې چې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه، او خپله سلمه سیالۍ یې رنګینه کړه.

نوموړي په ټولو «سلو» شل اوریزو سیالیو کې تر دې دمه ۱۴۷ ویکټې ترلاسه کړي چې د ویسټ انډيزي لوبغاړي کریشمار سنتوکي څخه وروسته دویمې زیاتې ویکټې دي.

۱۹ کلن ځوان د تېر ۲۰۱۷م کال په سپتمبر میاشت کې د شل اوریزو سیالیو کې د «ډیني بریجز» هغه ریکارډ مات کړ چې په ځوانۍ کې یې ۱۰۰ چټکې ویکټې ترلاسه کړې وې، راشد خان دغه ریکارډ په اتلس کلنۍ کې مات کړ چې ډيني بریجز په ۲۳ کلنۍ کې ترلاسه کړې وه.

راشد خان په شل اوریزو سیالیو کې خپلې ۱۰۰ ویکټې په ۶۶ لوبو کې ترلاسه کړې وې، چې د سرېلنکا اجنتا مینډس سره یوځای او د ویسټ انډیزي لوبغاړي کریشمار سانتوکي پسې په دویم نمبر شو.

همدا ډول راشد خان په یو ورځنیو سیالیو کې د چټکو سلو ویکټو پوره کولو ریکارډ هم د مارچ میاشتې په ۲۵مه نېټه پخپل نوم کړ، چې د میچل سټارک ریکارډ یې مات او پرځای یې خپل نوم ثبت کړ.

راشد خان په نړیوالو او غوره لیګونو کې یو شمېر ریکارډونه جوړ کړي، نوموړی تېر کال او همدا ډول سږ کال د هند په سوداګریزو سیالیو کې ښه وځلېد او تر دې دمه یې په ۲۳ سیالیو کې ۲۸ ویکټې ترلاسه کړې دي.

همدا ډول د استرالیا په بیګ بیش لیګ کې يې خپله لوبډله تر پایلوبې ورسوله او خپله یې د ټورنمنټ زیاتې ۱۸ ویکټې واخیستې.

د یادونې وړ ده چې راشد خان په لیګ سوکه توپ اچوونکو کې لومړی لوبغاړی دی چې چټک توپ غورزوي او سربېره پر دې توپ د ګوتو په تاوولو سره «ګوګلي» کوي هم، چې دغه ځانګړنه له ده پرته بل هیڅ توپ اچونکی نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د