fbpx

 فارياب: ماين چاودنې ۷ ملکي وګړي ووژل

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۶ غويی، ۱۳۹۷ل): د فارياب ولايت المار ولسوالۍ اووه تنه ملکي وګړي هغه مهال ووژل شول چې د سپرلۍ پر موټر يې ښخ کړای شوی ماین ور وچاوديد.

په شمال کې د پوليسو د ۷۰۷م پامير زون وياند سيد سرور حسيني خبري آژانسونو ته ويلي چې نن سهار په سيمه ايز وخت شاوخوا ۸ بجي د المار ولسوالۍ د (بېش قره) په سيمه کې د ملکي وګړو د سپرلۍ پر سراچه ډوله موټر د ماين چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه پېښه کې ۶ شپږ تنه ملکي وګړي په شهادت رسيدلي، او ۲ دوه نور ټپيان شوي دي.  خو د فارياب د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له قوله 7 تنه وژل شوي دي.

د ياد مطبوعاتي دفتر په وينا دا کسان دوکانداران دي، چې د ولايت له مرکز ميمنې څخه د المار د خواجه ګوهر بازار پر لور روان وو، د لارې په اوږدو کې يې پر موټر ماين وچاوديد.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د