نړۍ

عراق امريکايي عسکرو ته قضايي مصؤونيت ورکړ

نن ټکی اسيا: امريکايي چارواکي وايي، چې د عراق لومړي وزير نوري المالکي عراق کې د امريکا ځانګړو ځواکونو ته قضايي مصؤونيت ورکړی دی.

کارپوهان وايي، چې امريکا عراق کې يوه نوې لوبه وګټله او له دې وروسته به هغه ځانګړي امريکايي عسکر چې اوباما يې د عراقي حکومت د مرستې لپاره عراق ته لېږي، له قضايي مصؤونيته برخه من وي.

د سپینې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ وايي، چې د امريکايي قواوو سرلښکر داسې يو کار نشي کولای، چې خپل ښځينه او نارينه عسکر دې د اور لمبو ته وغورځوي، پرته له دې چې څه امتيازات تر لاسه کړي.

بل پلو د امريکا دفاع وزارت پينټاګان وايي، داسې خبرونه هم تر لاسه شوي، چې د اسلامي دولت ځواکونو له عراقي پوځيانو ځينې خطرناکې امريکايي وسلې ترلاسه کړي دي.

د پينټاګان وياند سټيفن وارن وايي، چې تر اوسه يې کوم کره دليل نه دی تر لاسه کړی، چې د اسلامي دولت ځواکونو دې کومه ستره امريکايي وسله تر لاسه کړي وي، خو داسې اوزاې دوی هم اوريدلي دي.

د امرکا د بهرنيو چارو وزارت هم ومنله، چې د بهرنيو چارو وزير جان کيري په هڅو عراق کې د امريکا ځانګړو ځواکونو ته قضايي مصؤونيت ورکړای شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x