افغانستان

ترکيې تر ۳۰۰ ډېر افغانان له خپلې خاورې ایستلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل): ترکيې د افغان کډوالو تر ۳۰۰ ډېر په یوه ډله کې تازه له خپلې خاورې ایستلي دي.

صنا؛ خبري مرکز وايي ترکيې دا کډوال ناقانونه ګڼلي او د الوتکو له لارې يې له ازمیر سرحدي سیمې څخه له ترکيې ایستلي دي.

د سرچينې په وینا په ترکيه کې وروسته له هغه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ تونده شوه، چې ترکي چارواکي په ترکيه کې له افغان سفارت سره هوکړې ته ورسېدل.

د دې هوکړې پر بنسټ ناقانونه افغان کډوال به له دې هېواده ویستل کېږي، چې په ازمیر سرحدي سیمه کې يې له سلګونو نیول شويو افغانانو څخه ۳۲۴ تنه تازه ایستلي دي.

ترکيه چې د افغان کډوالو لپاره د اروپا د لارې حیثیت لري، هغه هېواد ګڼل کېږي چې ګڼ افغان ځوانان پکې اروپا ته د اوښتو په تمه ناقانونه شپې ورځې تېروي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x