لا لیګا لیګ: نن شپه یو ځل بیا میسي او رونالډو مخامخ کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ غويي، ۱۳۹۷ل): د هسپانیا په مشهور لا لیګا (La liga) لیګ کې د دوه سترو لوبډلو (بارسلونا او ریال مدرید) ترمنځ الکلاسیکو سیالۍ به نن د شپې په ۱۱:۱۵ بجې ترسره شي، چې به په کې د نړۍ دوه ستر او مشهور ستوري (لیونل میسي او کریسټیانو رونالډو) مخامخ کیږي.

د لیونل میسي لوبډله «بارسلونا» تېره ورځ دیپورتیو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د لا لیګا اتلولي وګټله، په دغه لوبه کې میسي درې ګولونه ووهل، چې له بل اړخه د رونالډو لوبډله «ریال مدرید» بایرن مونیخ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اروپا اتلانو لیګ پایلوبې ته لار موندلې ده چې د لیورپول لوبډلې سره به مخامخ کیږي.

په لا لیګا لیګ کې د بارسلونا او ریال مدرید ترمنځ سیالۍ ته د الکلاسیکو (El Classico) نوم ورکړل شوی، چې په نړۍ کې ځانګړی مشهور نوم او بې شمېره مینوال لري، دغه لوبه به د بارسلونا په کوربه توب ترسره کیږي.

خو د فوټبال مبصرین او چارواکي وایي چې دغه لوبه به د پخوانیو لوبو په څېر په زړه پورې نه وي، ځکه چې د میسي لوبډلې له ورایه د لا لیګا لیګ اتلولي ګټلې ده او د رونالډو لوبډله یې په دې سیالۍ ګټلی نشي.

همدا ډول به د رونالډو لوبډله کوښښ کوي تر څو یې د چمپينز لیګ پایلوبې نه وړاندې کوم لوبغاړی ټپي نشي، او د میسي لوبډله به کوښښ کوي د راتلونکې نړیوال جام ته د ځانو لپاره کومه ستونزه جوړه نه کړي.

د یادونې وړ ده چې ددې دواړو لوبډلو تر منځ تېره شوې سیالۍ د بارسلونا په بریا تمامه شوې وه چې میسي په کې په اضافي وخت کې په زړه پورې ګول وواهه او بریا یې په ۳-۲ خپله کړه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د