آی پي ایل: مجیب ځدراڼ هیټرک بچ کړ خو درې مهمې ویکټې یې واخیستې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ غویي، ۱۳۹۷): د هند په سوداکریزو سیالیو کې ځوان مجیب ځدراڼ د راجهستان لوبډلژ پر وړاندې درې مهمې ویکټې ترلاسه کړې.

مجیب پخپل وروستي اور کې د تکړه جویس بټلر چې ۵۱ منډې یې هم جوړې کړې ویکټ واخیسته، چې په ورپسې توپ یې په تاوونکي (رانګن) توپ باندې جوفر آرچر هم وسوځاوه.

له دې وړاندې په درېیم اور کې یې د هند په غوره لیګ سیالیو کې تر ټولو په لوړې بیې پېرل شوی لوبغاړی «بین سټوکس» هم وسوځاوه.

نوموړي ته د هیټرک موقع په لاس ورغله خو د توپوهونکي دفاعي لوبې یې د آی پي ایل له لومړي هیټریک څخه بچ کړ.

مجیب ځدراڼ پخپلو څلورو اورونو کې په زړه پورې لوبه ترسره کړه، چې ۲۷ منډې یې ورکړې او ۳ مهمې ویکټې یې واخیستې.

همدا ډول د راجهستان رائلز لوبډلې په ۱۷.۲ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۳۰ منډې جوړې کړي او وروستي اورونه دوام لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د