نظــر

د فساداتو او پرديپالني ټيم مسخره پلمې!!

دوهم پړاو انتخابات پاى ته ورسېدل، د ټولو محلونو د رأيو صندوقونه، رأى پاڼې او جدولونه د كميسيون ولايتي مركزونو ته انتقال شول، په داسي حال كي چي د كميسيون اړوند مأمورينو او د نوماندانو ناظرينو د خپل خپل محل د رأيو د شمېرني مربوط جدولونه لاسليك كړي ول، هيچا تر دې نېټې د اعتراض غږ اوچت نه كړ، نه ئې د انتخاباتو كميسيون په لاسوهنو

او درغليو تورن كړ او نه حكومت، د اصلاحاتو او همپالني ټيم چي په حقيقت كي د فساداتو او پرديپالني ټيم دئ او مفسدين، جنگي جنايتكاران، غله، ټگماران او اوباشان په كي راغونډ شوي؛ له هغه وروسته چي خپلو ناظرينو د هر نوماند د رأيو د شمېر په اړه معلومات وركړ او پر دې پوه شو چي تر خپل سيال ئې ډېري لږي رأيي ترلاسه كړې او په مجموع كي ئې رأيي تر مخكني دور نږدې پنځه لكه كمي دي او سيال ئې تر دوى يو مليون او درې سوه زره رأيي زياتي ترلاسه كړې دي نو پر بې ځايه هيلو، غرور او بدمستيو ئې خړي اوبه توى شوې، څېرې ئې سپېرې او سترگي ئې خړي شوې، دا ورته گرانه برېښېده چي پر خپلي شرموونكې ماتي اعتراف وكړي او خپلو ملگرو او ولس ته ووايي: د ملت د رأيي درناوى كوو، زموږ د ملگرو بده سابقه، زموږ د ټيم ناسم تركيب، غلط شعارونه، غرور او بدمستي د دې باعث شوې چي ملت د رد څپېړه پر مخ راكړي، په خلاف د دې ئې د لجاجت، شرارت، شماتت، گواښونو، ترورونو او لاريونونو تگلاه غوره كړه، په ډېري بې شرمۍ سره ئې وويل: رأى شمېرنه دي فوراً او له ځنډ پرته بنده شي، د انتخاباتو د كميسيون د دارلانشاء رئيس ضياء الحق امرخېل دي له خپلي دندي لري كړى شي، نړۍ واله ټولنه دي مداخله وكړي، د انتخاباتو كميسيون له نن وروسته زموږ له نظره د اعتبار وړ نه دئ، د دې كميسيون له لوري اعلان شوي نتائج چي هر څه وي موږ ئې نه منو!! پرون ئې يوه بې محتوى او خندوونكي سي ډي رسنيو ته وسپارله چي په هغې كي ئې د داسي چا غږ او وينا امرخېل ته منسوب كړي چي هر اورېدونكى له ځنډ پرته او په آسانۍ سره پوهېږي چي دا له هره پلوه يوه جعلي سي ډي ده، نه ئې غږ د امرخېل دئ او نه ئې محتوى داسي چي ثابته كړي په انتخاباتو كي لاسوهنه شوې، متأسفانه دې ډلي داسي ډېر جعلي اسناد جوړ كړي او د مزدورو رسنيو له لاري ئې خپاره كړي، په خپله ئې په جوماتونو، ښارونو، مدرسو او ښوونځيو كي چاودني كړې دي خو تور ئې پر خپلو مخالفينو لگولى، د خپلو مخالفينو د مړو، ټپيانو او نيول شوو په جيب كي ئې پاكستاني شناختي كارتونه اچولي او هغوى ئې تورن كړي چي دا پاكستاني جنگيالي دي، دې ته ئې نه دي كتلي چي ولي به يو جنگيالى په افغانستان كي پاكستانى شناختي كارت په جيب كي گرځوي!! په هرات كي ئې د دولسو كسانو د گوتو پرې كېدو خبر جوړ او خپور كړ په داسي حال كي چي مجاهدينو دا عمل په صريحو الفاظو او په كلكه غندلى او هغه ئې وحشيانه او د اسلام ضد عمل گڼلى خو دوى مجاهدين پرې تورنوي، افغانانو ته دا ثابته شوې ده چي دوى او پرچمي استادانو ئې يوازي هغه مهال رښتيا ويلي چي د دروغو مجال په لاس نه دئ ورغلى، دوى په تېرو كلونو كي دومره دروغ ويلي او پر مجاهدينو ئې دومره جعلي او بې بنسټه تورونه لگولي چي نن د دوى د رښتيا خبري په اړه هم افغانان له تأمل كار اخلي او په منلو كي ئې زړه نازړه وي.

هر څوك پوښتي چي ولي دا سي ډي تر انتخاباتو وړاندي يا هغه مهال رسنيو ته ونه سپارل شوه چي رأى اچونه روانه وه، ولي ئې تر 24 جوزا يوه دوه ورځي وروسته دا كار ونه كړ، ولي ئې يوه اونۍ وروسته رسنيو ته سپاري، څوك چي د كمپيوټر له مهارتونو خبر وې پوهېږي چي د كمپيوټر په مټ كولى شي د عبدالله له غږ د يوې مېرمني، يا يوه ماشوم، يا يوه بوډا او بيمار غږ جوړ كړي، يا ئې داسي جوړ كړي لكه د ټلفون غږ، يا په يوې غونډي كي غږ، يا په يوه تالار كي غږ، داسي كارونه د كمپيوتر په مرسته په څو دقيقو كي كېدى شي، دوى هسي يوه اونۍ پرې ضائع كړې!! په داسي حال كي چي امرخېل د دوى ټول تورونه ردوي، د انتخاباتو د كميسيون رئيس وايي: امر خېل هيڅ غير قانوني او غلط كار نه دئ كړى، د ده د عزل او د دندي ځنډولو سؤال نه پيدا كېږي، او په داسي حال كي چي هيڅ عقلمن او شريف افغان د دوى دا مسخره او خندوونكي تورونه د اعتبار او اعتناء وړ نه گڼي، او هغه د دې ټيم د سپېرو مبلغينو له لوري د ټيم د شرموونكې ماتي د پټولو او توجيه لپاره خوشې او خوسا هڅه بولي، خو متأسفانه د دې ټيم بې شرم او بې حياء مبلغين په همدغو جعلي اسنادو شخوند وهي او گمان كوي چي بيا به هم هوښيار افغانان وغولوي!! باور وكړئ كله چي د دوى مبلغين د تلويزيون پر صفحه گورم نو د هر يوه له ټيټو سترگو، له زدوولو خبرو، د خبرو په وخت كي له جينگي خولې او كږو او پرېوتو شونډو داسي احساسوم چي سل په سلو كي دروغ وايي.
همداراز د امرخېل په خلاف توطئه نه يوازي پر خپلي رسوايي د پردې اچولو يوه ناكامه هڅه وه بلكي د هغه څه په خلاف يو غبرگون هم وو چي د خوست د امنيتي ځواكونو يو افسر له دې كبله له خپلي دندي طرد شو چي د فساداتو د ټيم په گټه ئې له خپل واك غلطه استفاده كوله، جنرال ظاهر توظيف شو چي د امرخېل په خلاف توطئه وكړي، دې سپېره افسر هم يوه محل ته د رأى پاڼو او تشو صندوقانو د لېږد موټري متوقف كړې، دا پاڼي او صندوقونه د كميسيون په امر او د رسمي پرېكړي مطابق لېږدېدل، امرخېل مجبور شو هغه محل ته ورشي او له امنيتي ځواكونو وغواړي چي ممانعت ونه كړي، خو خبر نه وو چي ټگمارانو د دسيسې جال غوړولى، مزدور خبريال ئې له كامرې سره تيار ودرولى، چي د صحنې فيلم جوړ او داسي وښيي چي دا صندوقان او پاڼي امرخېل په خپل موټر كي انتقالول، كله چي د دې خائنانه او مسخره ډرامې ماهيت جوت شو نو د امرالله صالح ملگرو جعلي سي ډي جوړه او رسنيو ته ئې وسپارله.

پوښتني دا دي:

تاسو ولي د فضل احمد معنوي په خلاف هغه تورونه نه منل چي د ډېرو افغانانو له لوري پر ده لگېدلي وو، هغه مهال چي خبره تر خصوصي محكمې پوري ورسېده، خصوصې محكمې هم په اتفاق سره پرېكړه وكړه چي لږ تر لږ دوه شپيته غير مستحق نوماندان د كميسيون د درغليو له كبله بريالي اعلان شوي؟!! هغه مهال ستاسو د گواښونو او د بهرنيو كړيو د اغېز له كبله كرزى مجبور كړى شو چي د محكمې پرېكړه بېرته د انتخاباتو كميسيون ته محول كړي او كميسيون د محكمې پرېكړه ويتو كړه او په درغليو بريالي كړى شوي نوماندان ئې پارلمان ته ورسول!!

د محاسبې له مخي ستاسو د ټيم رأيي تر سيال ټيم يو مليون او درې سوه زره رأيي كمي دي، يعني كه ټولي رأيي شپږ مليون ونيسو نو ستاسو ټيم 2350000 رأيي ترلاسه كړې دي، ستاسو سيال 3650000 رأيي، جمعاً (2350000+ 3650000= 6000000)، موږ ته ووايئ: په لومړي دور كي ستاسو د ټيم په نامه 2970000 رأي اعلان شوې وي، يعني دا ځل ستاسو ټيم تر مخكني دور 620000 لږ رأيي ترلاسه كړې دي!! په داسي حال كي چي دا ځل زلمى رسول، سياف، شيرزى او …. له تاسو سره يو ځاى شوي، په تېر دور كي د دوى د رأيو شمېر تخميناً (450000+750000+100000= 1300000) رأيي وو، موږ ته ووايئ: دا 1300000رأيي چېري ولاړې؟!! كه دا شمېر رأيي ستاسو له رأيو راكمي كړو نو ستاسو رأيي (1050000) كېږي، يعني دا ځل يوازي يومليون او پنځوس زره افغانانو تاسو ته رأى دركړې، په ډېر يقين سره ويلى شو چي په مخكني دور كي ستاسو د ټيم د رأيو شمېر همدومره وو، خو تاسو د درغليو او تقلب په مټ له هغه دوه مليون نه سوه اويا زره جوړ كړ!! دا ځل چي ستاسو د درغليو مخنيوى وشو نو معلومه شوه چي په مخكني دور كي تاسو څومره درغلۍ كړې وې!!

دومره پاته ده چي دا ټيم ووايي: د كميسيون پرېكړه په هغه صورت كي منو چي مشر ئې لوى ټگمار او ستر دروغجن فضل احمد معنوي شي، د ملگرو ملتونو او نړۍ والي ټولني منځگړيتوب په هغه صورت كي منو چي كاى آى ډي يا ده ته ورته كس د منځگړي په توگه راولېږي چي د دوى ماته په بريا بدله كړي يا لږ تر لږه د مخكي په څېر يو ځل بيا دوى ته په راتلونكي حكومت كي په زړه پوري برخه تضمين كړي!! خو دا به ډېره عجيبه وي چي په انتخاباتو كي بريالى لورى د دوى له گواښونو ووېرېږي، د اوباشانو د بدمعاشيو په وړاندي سر ټيټ كړي او غوښتنو ته ئې تسليم شي، كه دا غلطي وكړي نو يقيناً چي د خواركي كرزي په برخليك به اخته شي، هم به تل د دوى په وړاندي لاس پر سينه ولاړ وي او غوښتني به ئې مني او هم به تل گواښونه او ښكنځلي ترې اوري.

كه څه هم د امرخېل استعفاء د فساداتو او پرديپالني د اوباش ټيم پر خوله كلك سوك دئ، دا ټيم ئې خلع سلاح كړ او لويه پلمه ئې ورشنډه كړه، خو د دې شريف انسان استعفاء دا هم وښوده چي د كابل په مفسد نظام كي داسي څوك نشته چي د اوباشانو په وړاندي له يوه شريف انسان دفاع وكړي. په كار خو دا وه چي نورو لوريو؛ سيال ټيم، ارگ، څارنوالي، سياسي ډلو او مدني ټولنو دا دريځ غوره كړى وى چي تورونه بايد وڅېړل شي، جنرال ظاهر بايد محاكمه شي، چا چي د يوه مسئول شخص د ټلفوني مكالمو د ثبتولو پر غير اخلاقي، غير قانوني او غير شرعي جرم اعتراف كړي، دروغجن تورونه ئې لگولي بايد محكمې ته راكښ كړى شي. لږ تر لږه د تحول او تداوم ټيم بايد له امرخېل او د هغه له حثيثت او شرفانه دريځ دفاع كړې وى. كه امرخېل له عبدالله سره مقايسه كړو نو په بشپړ يقين سره ويلى شو چي امرخېل د شرافت او عزت النفس په لوړي څوكي ولاړ دئ او عبدالله د ذلت او سپكاوي په ژوري كندي كي پرېوتى، كه د عبدالله په رډو سترگو كي شرم او حياء وى او څه عزت النفس ئې درلودلى نو هم به ئې خپله ناكامي منلې وه او هم به ئې د ټيم له مشرۍ استعفاء كړې وه.

عبدالرحمن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x