fbpx

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په یو مرګوني برید کې زخمي شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د کورنیو چارو پر وزیر احسن اقبال نن د ورځي ناوخته د پنجاب ایالت په نارووال ښارګوټي کې یو مرګونی برید شوی چې نوموړی یې زخمي کړی دی.

پاکستانۍ رسنۍ د پولیس چارواکو په حواله وایي چې احسن اقبال په یاد ښارګوټي کې غونډې ته وینا کوله، چې یو تن ورباندې ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا د کورنیو چارو وزیر پر اوږه لګېدلی او سمدستي د سیمې روغتون ته وړل شوی دی.

پولیس وایي د برید کوونکي عمر د شلو او دوه ویشت کلونو تر منځ دی، چې سمدستي یې نیولی او د پوښتنو ګروېږنو لپاره یې نامعلوم ځای ته بېولی دی.

د مسلم لیګ نواز ګوند یوه مشر طلال چودري رسنیو ته ویلي، چې احسن اقبال برسېرن ټپي شوی او حالت یې له خطرې بهر دی.

بل خوا ایکسپریس نیوز پخپل راپور کې ویلي چې برید کوونکی عابد حسین نومیږي د همدې نارووال اوسیدونکی دی، په لومړیو تحقیقاتو کې یې ویلي چې د تحریک لبیک د ګوند غړی دی او پر احسن اقبال یې برید له دې امله کړی چې د ختم نبوت د قانوني شق د ختمولو په اړه هغه هڅي کړي وي. چې په وینا یې دا یو مسلمان ته د منلو وړ نه دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د