fbpx

د تبلیغ او جهاد په اړه بېلابېل نظرونه

لیکنه “ابوذر درویش”

موږ جز د دین ته ټول دین نشو ویلای ځکه جهاد هم یو جز ده تبلیغ هم یو جز ده ذکر هم یو جز ده تعلیم او تعلم هم یوجز ده او داسی نور….. نو سوای پیغمبرانو نه دا ټول انسانان حتی د اسلام اول وخت نه رانیولی تر اوسه پوری ډیر کم تعداد داسی کسان به پیدا کړو چی ټول دین یی عملی کړی وی.

نو داسی کسان چی په پوره دین باندی یی عمل کړی وی ډیر کم دی یو به مجاهد وی او یو به دعوت ګر وی یو به صوفی وی یو به د فیس بوک مبارز وی یو به سیاسی مبارز وی یو به ملا وی یو به مدرس وی مقصد په یو شکل به دین لپاره کار کوی خود هرچا تر خپله وسه پوری او اوس وخت چی قرب قیامت ده نو په نړی کی غیر مسلم انسانان دعوت ته اشد ضرورت لری چی باید دوی ته مسلمانان دعوت ورکړی تر څو مسلمانان شی د یو مومن لپاره همدا هم بس ده چی دده په دعوت یو انسان مسلمان شی او یاهم مسلمان وی خو غیرصالح وی نو دده د تبلیغ له وجهی نه صالح شی ورته کافی ده.

نو که چیرته اوس وخت کی هغه کسان وایی چی تبلیغیان یا تبلیغ سم کارنده او یا برعکس که کوم تبلیغی ووای چی جهاد دی بند شی اول د دعوت وشی زما په فکر ناسمه خبره کوی ځکه د الله پاک دی وسیع نړی ته یواځی هغه کسان دا مکمل دین نشی رسولی ترڅو کفار مسلمانان کړی او یا هر هغه مسلمان چی غیر صالح وی صالح یی کړی کوم کسان چی فی الحال ددی کار مخالف دی.

نو اوس وخت کی ددین ټولو شعبو عملی کولو ته موږ ضرورت لرو خو خبره داده چی داسی انسان به چیرته وی چی ټول دین عملی کړی ټول دین یعنی جهاد وکړی تبلیغ وکړی امامت وکړی د خلکو په مینځ کی قضاوت وکړي، سیاسی مبارزه هم پرمخ بوزی مدرس هم شی شیخ القرآن هم شی شیخ الحدیث هم شی مور پلار ښځه اولاد هغوی ته نفقه هم برابره کړی د خپل اولاد معلم هم شی د خپل ځوی ډاکټر هم شی د ټولنی انجنیر هم شی د کور مشر هم شی تجار او دوکاندار هم شی د کلی واقعی ملک هم شی دا ټول کارونه د یو انسان په وسه ندي پوره دالله پاک نظام په دغه کامیابه سستم باندی روان ده چی هر څوک به یوه یا دوه یا دری دندی لری نه چی دا پاس خبری ما ذکر کړی دا ټول کارونه هغه کی راجمع شی نو بناءً هر انسان باید پريږدو چی خپل کار وکړی خو چی خپله دنده کی خیانت کوی شریعت نه بهر ووځی هغی ته موږ بیا مجاهد تبلیغی سیاسی مبارز او داسی نور…..نه شو ویلای.

او خبره پاتی شوه د افغانستان دلته خو اشغال ده نو په موږ ټولو باند قتال فی سبیل الله فرض عین ده خو شکل ددی جهاد فرض کفایه غوندی ده ځکه موږ هره دقیقه هره ثانیه جنګ نشو کولای دلته شاته موږ ډاکټر ته انجنیر ته معلم ته ملا ته تبلیغی ته مدرس ته تجار ته دوکاندار ته هرشی ته ضرورت لرو نو له دی وجهی نه زموږ جهاد د فرض کفایی شکل لری ځکه داشیان پکی رواه دی اوس که داسی وشی چی ټول په یوه خوله راووځو تش لاس او جنګ شروع کړو نو دلته شاته موږ سیاسری بوډاګان ماشومان لرو د هغوی ساتنه هم ضروری ده د هغوی به څه حال وی زه دا وایم چی روان جهاد په ډیر ښه شکل روان ده باید هر څوک خپله پریږدو چی ددین لپاره هر قسم مبارزه یی تر وسه پوره کوی دی یی، تنګ نظری باید ونکړو الله پاک ډیر مهربان ده په یوه وړوکی عمل باندی هم رضا کیږی، الله پاک د زموږ څخه راضی سی.

وماعلینا الا البلاغ المبین.

avatar
8 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ابوذر صاحب! سلام علیکم. ښکلی نوم دی دی. که والدین در باندی ایښی دی هم ډېر ښه او که دی وروسته ځانته انتخاب کړیدی هم ډېر ښه. د پیغمبر علیه السلام اصحاب ډېر شریف او پاک خلګ وه چه زه له ټولو اصحابو له ډلی څخه د ابوذر سره لېونۍ مینه لرم، ځکه ابوذر د حق سبحانه و تعالی پر حقه لیاره روان ؤ او یو ستر سیاسی او په عین وخت کی فقیر اصحابی ؤ چه حتی مقام او منزلت ئې د اهل بیت مقام ته نژدې ؤ. ابوذره وروره! تا ډېر معقول بیان کړیدی، ستا د بیان څخه… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

ابوزر درویش صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه۰ډیری مهمی موضوع ته دی اشاره کړی ۰دعوت اوتبلیغ خو فرض عمل دی به دین کی او دهر مسلمان وجیبه ده دبل مسلمان ورور بلنه و حقی لاری ته۰ او همدارنګه دا ضروری امر دالهی او سنت محمدی ص دی چی په دا څوالس نیم سوه کاله کی ددین علماو په مسجدونو هدیرو اواجتماعاتو کی یی انسانانو ته کوی خو هیڅوک یی هم مخالف نشول او نه کیږی بلکه احترام یی خلک کوی۰ له جهت دنیکی ښونی ۰مګر دتبلیغ جماعت وروڼو کی او ددوی طریقه کی ډیر ملاحظات او ګوت نیونه شته… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

غ.حضرت صاحب.دستا نظر زه تایید وم،خو منی یی په چا؟

قندهاری طالب
میلمه
قندهاری طالب

احمد صاحب.زموږ کلی کی ملایانو یو سړی په زور په لمانځه ودروه،هغه سړی ملایانو ته وویل چه قسم چه زه به لمانځه کی اودس ماتوم.که چیری اول سړی ته په ډیره نرمه تبلیغ شوی وای،کیدای شوای چه دا سړی صحی لومنځ اوداسه سره ادا کړی وای.خو چه خبره د زور جبر د ملایانو له خوا راغله هغه د اوداس ماتیدلو ګواښ وکړ،او کله چه په مات اودس لمونځ ادا کړی ،نو کفر ته په داخل کیږی،تبلیغ د پښتون لپاره اول درجه دی.پښتون په زور جنت ته هم نه ځی،خو په نرمه تر جهنمه پوری هم درسره مل دی.اسلام راواج لومړی… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

د غ حضرت صاحب له لیکنی خو ښکاری چی دی ددی پردیو شتون اشغال هم نه بولی او ځدراڼ صاحب یی هم دخبرو تاید کوی ۰زه دوی ته وایم تاسی راوښیی دمجاهدینو غلط برخورد دعام ملت سر په هغو ساحو کی چی ددوی ترکنټرول لاندی دی ۰ که مجاهدینو چیرته دچا مال او یا عزت تروړلی وی نو ووایاست۰ ټول خلک خپل عام ژوند لری ۰ او که تاسو وایی چی مجاهدین دی په اردو پولیس اربکی کار نلری نو تاسی هم مهربانی وکړی دا داخلی عسکر د امریکایانو د دروازو له خولی رامنع کړی مجاهدین به افغانی نه راسا… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

کندهاری طالب صاحب تاسو که په رښتیا هم مسلکا طالب یاست نو مهربانی وکړه زما دبرنیو سوالونه ځوابونه په شرعی حواله راکړه دا کوم دزور لمونځ کونکی سړیی چی د اوداسه کواښ کړی دا تاویلی ماویلی خبری دی داسند نشی کیدای هسی خو دکابل خلکو هم ویل چی طالبانو وخت کی یی په زور خلکو باندی دیوه وخت لمونځ څو ځله کاوه بیا یی چا نه پوښتنه کړی وه چی دمازیګر لمونځ څو رکعت دی سړی ځواب ورکړی وو چی دولس وای ولی وای څلور رکعت دپل خشتی ځلور رکعت دمنډیی او څلور رکعت د شادیشمشیری دجومات۰ نو دا هسی… نور لوستل »

قندهاری طالب
میلمه
قندهاری طالب

آحمد صاحب،رښتیا هم طالیبانو په خلکو باندی څو څو ځله نمانځونه کول.طالیبانو ډیر غټی غټی غلطی وکړی،اول لویه غلطی یی د بن لادن ساتل وو،افغانستان بن لادن باندی څه کول؟بن لادن څه د کمال سړی وه؟وهابی او سلفی وه،فکر کوم مزهب یی نه منه،د تیلو په تجارت یی امریکا سره لانجه راغله او د امریکا دښمن شو،موږ طالیبان ساده خلک وه ،دا دی ټول یی تباه کړو،یوو ورځ می خپل انډیول ته وویل چه دا بن لادن ولی فلسطین نه ازادوی ؟ دلته په افغانستان کی څه کوی؟انډیوال می په غوصه شو او سترګی یی برګی کړی،چه بن لادن موږ… نور لوستل »

پام اړوونکی
میلمه
پام اړوونکی

ابوذر صاحب ډېرې ښې او د کولو وړ خبرې کړي دي الله دي اجر ورکړي. په افغانستان کې د تبليغيانو په اړه بايد ووايم چې حکومت په کابل کې د حضوري چمن سره په يوه لوی جامع جومات کې د تبليغي مرکز په نامه ځای ورکړی دی. عجبه ده د کابل د ادارې دا اصليت او ماهيت او تبليغيانو ته د اسلام د تبليغ لپاره مرکزونه ورکول؟ په دې معما زه هم تر ډېره نه پوهېدم. يومهال مې واورېل چي د حکومت يوه کار کوونکې چې کورنۍ يې د افغانستان په يوه ولايت کې اوسېدل او خپله په کابل کې… نور لوستل »