fbpx
iraq-map-of-power

په عراق کې د سني پاڅونوالو او شیعي دولت تر منځ د جګړې بشپړه نقشه

نن ټکی آسیا – الجزیره: له هغې راهیسې چي په عراق او شام کې د اسلامي دولت ځواکونو پر حکومتي مرکزونو او لویو ښارونو بریدونه پیل کړي، تر اوسه پوري زیاته بریا د اسلامي دولت د ځواکونو په برخه وه.

اوس سني قبایل هم له دوی سره یو ځای شوي او په ګډه یې د هغه حکومت په خلاف پاڅون پيل کړی، چې د ځینو رسنیو او تحلیل ګرانو په وینا په فرقه ییز ډول يې حکومت کاوه او له عراقه یې د ایران یو لاسپوڅی هېواد جوړ کړی وو.

د یوې غربي رسنۍ تحلیل ګر وویل چې د عراق پوځ په خپل هیواد کې د یو اشغالګر ځواک په توګه د خپلو خلکو پر ضد چلند کوي.

د عراق اوسنی نظامي وضعیت داسې دی، چې د دغه هیواد شمالي او منځنۍ سیمي تقریبا ټولې د اسلامي دولت او له هغوی سره د یو ځای شویو قبایلو په لاس کې دي، چې تفصیل یې په لاندي ډول دی:

نینوی:

نینوا ولایت د عراق په شمال کې پروت دی او له هغه راهیسي چي د اسلامي دولت ځواکونو د بصره ښار نیولی، ټول ولایت د هغوی لاس ته لوېدلی او تیره یکشنبه هغوی وتوانیدل چې د همدې ولایت د تلعفر ښار په هوايي ډګر کې د حکومت پاته عسکر هم وشړي.

دغه عسکر چې د تلعفر په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوي وو، د کردستان خوا ته د خپل مشر لواء محمد ابو الولید په مشرۍ ژوندي ووتل.

په دې ولایت کې د کردستان د پيشمرګه په نامه ځواکونه وتوانیدل چې ځیني محدودي سیمي چي دوی د کردستان حصه بولي، بیرته تر خپلي ولکې لاندي راولې.

صلاح الدین:

پاڅون وال له اولي ورځي څخه د دغه ولایت مهم ښارونه لکه تکریت، بیجي او الدور ښارونه ونیول، ویل کیږي چې د بیجي په ښار کې اوس هم ځینې سیمې سته چې عراقي پوځ په کې ځان خوندي کړی؛ خو په اړه یې خبرونه اوس هم کله د پاڅونوالو او کله د عراقي پوځ په بریا څرخېږي.

د همدې ولایت د سامراء ښار هم د پاڅونوالو په قول د هغوی تر محاصرې لاندي دی، خو اوس هم په کې عراقي پوځ مېشت دی او د شیعه ګانو غیر قانوني وسلوالې ملیشې چې د شیعه ملایانو په فتواوو را غونډې شوي، هم ورسره یو ځای شوي دي؛ خو تر اوسه هم د دې ښار په اطرافو کې جګړې رواني دي، او سم معلومات نه کیږي چې د بلد او سامراء شاوخوا کلي د چا په لاس کي دي.

دیالی:

د اسلامي دولت او پاڅونوالو وسلوال په لومړیو کې وتوانېدل چې د ایران سره سرحدي ښار خانقین تر خپلي ولکې لاندي راولې، چې د تیلو ذخیرې هم ښې ډیري لري؛ خو د کردستان وسله وال ځواک چې د پيشمرګه په نامه یادیږي، ډېر ژر وتوانېدل چې دغه ښار بیرته ونیسي، او پاڅون کونکو هم د ښار د ساتلو ډېره هڅه ونه کړه، د همدې ښار غرب ته پروت بل ښار چې د جلولاء په نامه یادیږي هم وسله والو نیولی وو، خو پيشمرګه یو ځل بیا دغه سیمي ته ور ورسیدل، او تر اوسه جګړه په کې روانه ده.

باید وویل شي چې کردان جلولاء او خانقین ښارونه د کردستان برخه بولي او دغه دواړه ښارونه تر خپلي ولکې لاندي ساتل غواړي.

بل اړخ ته د جلولاء ښار ته نیژدې د السعدیه په نامه ښار د پاڅون کونکو تر بشپړ کنټرول لاندي دی او له هغه ځایه توانېدلي چې د المقدادیه په نامه ښار شاوخوا پراته کلي ونیسي، خو ویل کیږي چي اوس هم د دغه ښار مرکز د شیعه ملیشو او حکومتي ځواکونو په ولکه کې دی.

او همدا حال د دیالی په مرکزي ښار بعقوبه کې روان دی چې د پلازمیني بغداد شمال ختیځ ته په ۶۰ کیلو مترۍ کې پروت دی.
دلته هم د تېر په څېر د پاڅون کوونکو او عراقي ځواکونو تر منځ سختې جګړې رواني دي، او تر اوسه یې وروستۍ پایله نه ده معلومه.

الانبار:

په دغه ولایت کې د اسلامي دولت او ورسره مل سني ځواکونو وروستۍ بریا هغه وه چې د دغه ولایت په غرب کې څلور مهم ښارونه یې فتحه کړل، لکه: القائم، الرطبه، عانه او راوه.

او همداسې د تیري یکشنبې په ورځ پاڅونوال وتوانېدل چې له سوریې سره درېیمه حدودي لاره المعبر الولید هم تر خپلې ولکې لاندي راولي.

المعبر الولید د عراق سره هغه یوازینۍ لاره ده چې د سوریې خواته یې د سوریې د پخواني واکمن بشار الاسد ځواکونه واکمن دي.

د یکشنبې په ماښام پاڅونوال وتوانېدل چې له اردن سره حدودي لاره معبر طربیل هم تر خپلې ولکې لاندي راولې، او په دې سره د عراق حکومت د سوریې او اردن سره ټولې حدودي لارې له لاسه ورکړې.

د الانبار بل مهم ښار فلوجه چې د بغداد لودیځ ته یوازي په ۵۰ کیلو مترۍ کې پروت دی، په بشپړه توګه د شاوخوا سیمو په شمول د پاڅونوالو تر ولکې لاندي دی، مګر هغوی بیا هم د الانبار مرکزي ښار الرمادي کې په جزئي توګه توانېدلي چې خپل وجود ثابت کړي، او جګړې رواني وساتي.

د اسلامي دولت ځواکونه او پاڅونوال په دغه ښار کې د اتمي لواء پر مرکز باندي اوس په مهال په ډیر شدت سره بریدونه کوي، چې په دې ولایت کې د عراقي پوځ تر ټولو مهم مرکز بلل کیږي، که چیرې پاڅون کوونکي بریالي شي نو په اسانۍ سره به د دې ولایت نورې سیمې تر خپلې ولکې لاندي راولي.

د رمادي لویدیځ ته پروت ښار الحدیثه کې هم په شدت سره جګړې رواني دي.

د الحدیثه په ښار کې په فرات سیند باندې لوی بند جوړ دی، چې له ستراتیژيک پلوه ډېر مهم دی او چې هر څوک پرې واکمن وي، نو د هغه لپاره یو مهمه لاسته راوړنه بلل کیږي او ویل کیږي چې له همدې امله د مالکي حکومت هلته زیات شمېر پوځونه لیږلي، تر څو له دې ښاره تر مرګه دفاع وکړي.

که دا ښار هم د پاڅون کوونکو په ولکه کې لویږي، د هغه وروسته د عراق په لویدیځ کې د هوايي ځواک تر ټولو لوی مرکز د هغوی په انتظار دی، چې نیول به د عراقي پاڅون کوونکو لپاره د نورو سیمو په نسبت ګران تمام شي.

باید وویل شي چې الانبار ولایت د ټول عراق درېیمه برخه جوړوي، که چیرې پاڅونوال په دغو ګرمو ساحو کې بریالي شي، نو د دې ولایت پاتې ټولې سیمې یې تر ولکې لاندي راځي.

کرکوک:

د التأمیم په نامه ولایت مرکزي ښار دی او د تیلو ډیرې ذخیرې لري. کله چې د اسلامي دولت ځواکونه په نینوا کې د الموصل ښار فتحه کړ، نو له دغه ښاره حکومتي ځواکونه بې له دې چې جګړه وکړي، وتښتېدل، مګر د کردستان پيشمرګه ځواکونه چې هر کله یې کرکوک ښار د کردستان یوه برخه بللې، را مخته شول او د عراقي پوځیانو مرکزونه او له هغوی پاتې وسلې یې غنیمت کړې.

که څه هم پيشمرګه په دغه ښار او د هغه د تیلو په ذخایرو په بشپړه توګه واکمن دي، خو په همدې سیمه کې د الحویجه په نامه ښار چې اکثریت اوسېدونکي یې عرب دي، د پاڅونوالو په لاس کې دی.

پلازمینه بغداد:

د بغداد ښار په مرکزي سیمو کې جګړه نه ده روانه، بلکي حکومتي ځواکونه او شیعه ملیشې په کې واکمن دي، مګر د ښار په شمالي، غربي، او جنوبي سیمو کې جګړې رواني دي، چې په هغو کې شمالي سیمه الرضوانیه، په غرب کې ابو غریب او په جنوب کې اللطیفیه او محمودیه سیمې د یادولو وړ دي. تر اوسه د دې جګړو پایلي نه دي څرګندي.

باید وویل شي چې د عراق اکثره پوځ چې له نورو ښارونو څخه تښتېدلي او همداسې شیعه ملیشې او ایراني ځواکونو اکثریت په بغداد کې ځای پر ځای شوي، او همداسې د بغداد په شمال کې د التاجي په نامه لوی پوځي مرکز هم پروت دی.

سربېره پر دې د بغداد په جنوب او غربي سیمو کې هم زیات شمېر پوځ میشت دی، او داسې برېښې چې د بغداد جګړه به تر ټولو ستره، خونړۍ او زیات تلفات لرونکې وي او امکان لري چې جګړه به په کې تر ډېره وخته وغځیږي.

سرچینه: الجزیره + نن ټکی آسیا

عبد الله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د