fbpx

چرمښکۍ څنګه له کوره وشړو؟ څلور اسانه نسخې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ غويي، ۱۳۹۷ل): چرمښکۍ یوه مضره خزنده ده، چې سخت زهر لري، که چیرې ددې زهر د اوبو یا خوړو لوښي کې پریوزي او په لوښي کې پرتې اوبه یا خوړه وخوړل شي شونې ده انسان له مړینې سره مخ کړي.

چرمښکۍ د کورونو په دیوالونو کې وخت تیروي او دشپې لخوا د څراغونو یا بلفونو لاندې اکثره وړې حشرې لکه غوماشې، میږیان او داسې نور خوري، خو هیڅوک نه غواړي دا حشره یې د کور پر دیوالونو وګرځي.

که تاسې هم غواړئ چې دغه مضره حشره مو له کوره وتښتي لاندې یو څو نسخې وازمایئ!

د هګۍ پوستکي

د هګۍ پوستکی دوه ځایه کړئ او د کور په داسې ځایونو کې یې کیږدئ چې که چرمښکۍ له خپلې سوړې/کوره بهر راوځي نظر یې پرې ولګیږي، ځکه چې د هګۍ پوستکی چرمښکۍ ډاروي بیا کوښښ کوي چې له هغه ځایه وتښتي.

په دې لاره به مو چرمښکۍ له کوره ورکې شي، خو په یاد ولرئ چې د هګۍ پوستکی له دوه برخو زیاتوئ مه، همدا ډول ۳ یا ۴ اوونۍ وروسته نور پوستکي کیږدئ، ددې لامل دادی چې چرمښکۍ ته د هګۍ پوستکي د دښمن په څېر ښکاري چې له ډاره له هغه ځایه بیا تېښته کوي.

کافور ګولۍ

کافور یوه ژاولنه او سریښتناکه ماده ده چې د ونې ښاخ څخه راڅاڅي او په درمل کې استعمالیږي، چې ګولۍ هم ترې جوړیږي. دغه ګولۍ د چرمښکۍ، کرړي، چیمچار، میږیانو او غوماشو لپاره استعمالیږي، یو څو ګولۍ د یخچال لاندې یا داسې ځای کې چې چرمښکیو ته نیږدې وي کیږدئ.

هوږه

د هوږې بوی تر دې اندازې تېز وي چې په انسانانو هم ځینې وخت ښه نه لګیږي، خو د حشراتو یا نورو شیانو لپاره یې استعمال ډېر ګټور دی، د هوږې دانې په منځ دوه ځایه کړئ او چرمښکۍ ته یې نیږدې یا په دروازه، کړکۍ یا المارۍ کیږدئ، ددې تېز بوی ددې لامل کیږي چې چرمښکۍ له هغه ځایه وتښتي.

پياز

د هوګې په څېر پیاز هم سخت بوی لري، ددې دوه برخې/ټوکړې په داسې ځای کې کیږدئ له کوم ځایه چې چرمښکۍ راوځي، او یا هم په داسې ځای کې چیرې چې چرمښکۍ ته نیږدې وي ښه اثر کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د