نظــر

مسجدونه د چا د لاسه ورانیږي؟؟

محمد یوسف

چه څه نه وایم د زړه له درده به وایم؛ مخکې به امریکایانو لوی لوی کلي بمبار کړل لسګونه خلک به یې شهیدان کړل یو یا دوه به په کې مخالفین وو نور به ټول ولسي وګړي وو، خو د امریکا تبلیغاتي ماشینانو او ربوټانو به ویل چې ښه وشول امریکایان نه دي ملامت ځکه هغوی خو کافر دي نو دا ولس ملامت دی ولی یې وسله والو ته ځای ورکاوه او وسله وال ملامت دي ولې یې د ولسي خلکو کليو او کورونو کې پناه اخیسته!! هغه وخت به دغو ربوټانو دا فکر نه کاوه چې د دنیا د هغه سر نه کافران راغلي تاسو ربوټانو ورسره ملاتړلی او تاسو ورسره یاست راځۍ بیچاره افغان په خپل کور او کلي کې پرې وژنۍ دا حق بیا تاسو ته چا درکړی و؟ او تاسو ولې د کافرانو په ملاتړ کولو ملامت نه شوئ؟ که مخالف وسله وال کوم کلي کې پناه اخیستې خو د همدې ولس بچی به و نو تاسو ته دې خیر شي او ستاسو کافر بادار ته دا اجازه چا ورکړه چې راځي زما د کلي ولس خلک د پنجابي تروریست او ترهګر په نوم را وژني؟؟ هغه حالت لا اوس هم دی او لا هم د امریکایانو بمبارونه شروع دي په مارچ میاشت کې یې نږدې ۳۰۰۰ بمونه په افغانانو غورزولي دي دا ولې؟ د دې سوالونو ځواب لا پاتې دی.

اوس شروع په مسجدونو وشوه په هره اونۍ کې یومسجد الوزول کیږي؛ ښه حکومتي تبلیغاتي ماشینانو! که مخالفین مسجد په نښه کوي هغه خو هسې هم ستاسو په خوله پنجابی او ترهګر شو، تاسو به په کور او کلي کې نه پریښوده حتی ماشومان او خپل د کورنۍ غړي به مو ور وژل نن هغه هم تاسو په هر ځای کې په نښه کوي لکه تاسو به چې پرون مسجدونه بمبارول او پلمه به مو دا وه چې مخالفین په کې پټ وو، اوس به مخالفین هم مسجدونه په نښه کوي ځکه چې تاسو په کې د انتخاباتو مرکزونه جوړ کړي تاسو ته دا اجازه کوم انسانیت کوم قانون او کوم مفتي درکړه چې راځئ له مسجدونو د انتخاباتو مرکزونه جوړوئ؟؟ د مسجدونو څخه دغه سوء استفاده دا په کومو اصولو روا ده؟؟ آیا دا عام المنفعه ځایونه نه دي؟ آیا د نړیوالو نظامي قوانینو په یوه ماده کې دا نه دي راغلي چې ښکېلې خواوې به نه له عام المنفعه ځایونو په خپله ګټه کار اخلي او نه به یې په نښه کوي، تاسو دا دواړه اصول تر پښو لاندې نه کړل؟ اول مو کلي، کلینکونه او مسجدونه بمبار کړل او اوس مو همدغه دریواړه ځایونه نظامي کړل د انتخاباتو پروژه مو راوړه د دې پر ځای چې خپل مرکزونه ورته جوړ کړئ برعکس مو مسجدونه او کلینکونه ورته مرکزونه کړل او په لوی لاس مو دغه ځایونه د جګړو په ډګر بدل کړل، لږ فکر وکړئ دا تاسو اخر د دې ولس په حق کې کوم ظلم او وحشت ترسره نه کړ؟؟

که مخالفین (هغه که هر څوک وي) مسجدونه او کلینکونه په نښه کوي، هغوی یو ځل ملامت دي چې دا کار کوي، خو د کابل اداره او بهرني باداران یې چې له مساجدو د انتخاباتو مرکزونه جوړوي، دوی لس وارې ملامت دي، په داسې حال کې چې نړیوالې ادارې دا ټول وحشتونه او ظلمونه ګوري، ولې بیا هم پرې غلي دي حال دا چې په جنایاتو او جنایاتو ته په زمینه سازۍ خاموشي په خپله جرم دی.

دا معلومات اوس په دقیق ډول نه کیږي، خو تېر وخت په کتو دا معلومیږي چې د مساجدو او مکاتبو دښمنان په خپله د کابل ادارې او بهرنیو یرغلګرو اړوند ګروپونه دي او دا حقیقت هم جوت دی چې که مساجد هر څوک په نښه کوي، خو دا زمینه ورته د کابل ادارې برابره کړې ده او مسؤلیت یې د همدوئ تر غاړې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

اولاً د یو خپل وطندار وژنه هغه هم په ناحقه یو کبیره ګناه ده. ثانیاً مسجد د قتال ځای ندی، که یو څوک دا استدلال کوی چه څوک حق نلری چه د مسجد څخه د عبادت نه غیر کومه بله استفاده وکړی باید ووایم چه: همدا څو هفتې مخکی په همدې نن ټکی آسیا کی د مسجد د هراړخیز رول په هکله تاریخي- فقهی لیکنه تر سترګو شوه او پکی واضح لیکلی وه چه چون دین او سیاست سره جدا ندی بناً مسجد د عبادت د انجام سربېره د سیاسی – اجتماعی فعالیت د انجام لپاره هم یو مناسب سنګر… نور لوستل »

احمد

محمد یوسف صاحب ډیره ښه او معقوله لیکنه ده ۰خو منی یی په چا که دحکومت مخالف لوری کړی وی۰ چی البته د مخالفینو دلی هم ډیری دی. نو دا کار یی غلط دی چی کلینیک مسجد مکتب پوهنتون یا دتاسو په اصطلاح ورته ووایم عام المنفعه ځایونه په نښه کول خلاف دانسانی او اسلامی اصولو دی او که دحکومت دننه استخبارتی کړیو کړی وی هغو خو هغه ده د شرم او حیا دروازه بنده کړی په هیڅ نه شرمیږی نه دملت داری پروا لری نه انسانی کرامت ته احترام کوی او نه له الله ج هیره لری۰ الله دی… نور لوستل »

Zadran

غ.حضرت صاحب.افرین په دا معقوله تبصره.هیڅ څوک حق نه لری،چه د چا ژوند واخلی،ژوند ورکول ،او ژوند اخیستل د الله ج حق دی،د الله ج په حق کی ځان ور ګډ ول ډیر غټ ظلم په ځان دی،د خوست جومات په چنده.په څو کاله کی بشپړ شو.لیکن په یوه ثانیه کی جومات وران او په وینو سور شو.ړنګول یوه ثانیه وخت نیسی،او جوړول کالونه،

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x