نړۍ

شمالي وزيرستان: پر امنيتي پوسته سرتيري بريد کې څلورو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا: د پاکستان قبايلي سيمې شمالي وزيرستان سپین وام کې د پاکستاني پوځيانو پر امنيتي پوسته سرتيري بريد کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

راپورونه وايي، چې سرتيري بريدګر له چاوديدونکيو توکيو ډک موټر د پاکستاني پوځيانو امنيتي پوستې سره و واهه، چې نتيجه کې يې دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ويل کيږي، چې د ټپي شويو عسکرو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.

له پيښې وروسته سيمه کې پوځي جيټ طيارو سخت بمبار کړی او خلکو کې سخته ويره او ترهه خپره ده.

د پاکستاني رسنيو له قوله د پېښې مسؤوليت انصار المجاهدين په نوم ډلې منلی دی.

د پاکستان پوځ وايي، چې نن سه شنبه د جيټ طيارو په بمبار کې يې ۲۵ پاکستاني طالبان او د دوی پلويان وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx