طالب سرتېري؛ تصویر له ویډيو اخیستل شوی

طالبان: په کندهار کې یې دولتي سرتیرو ته درانه تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د کندهار په معروف ولسوالۍ کې حکومتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی دی.

په یوه خبرپاڼه کې طالبانو ویلي چي: تېر ماښام شاوخوا ۸ بجې د دوی جنګیالیو د یادې ولسوالۍ اړوند د ثالیثون په سیمه کې د بهایي پر قرارګاه بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې یې د قرارګاه دوه برجونه ونیول یوه شوبله یې وسوځوله او ۸ تنه حکومتي سرتیري یې سخت ژوبل کړل.

خبرپاڼه زیاتوي چې نن سهار وختي یادي سیمي ته دکومک په موخه را روانو حکومتی عسکرو باندي هم د دوی سرتېرو برید وکړ چې په پایله کې یې یو اکمالاتي مازدا موټر،۲رینجرموټر اویوه شوبله په بشپړه توګه وسوځول شول ۲۲ تنه دولتي سرتیری یې ووژل او ۸ تنه نور یې ژوندي اسیران کړل.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ويلي، په دغه کمیني برید کې یې د ملي اردو ۲۲ سرتیري وژلي او ۸ تنه نور یې ژوندي نیولي او له امنیتي ځواکونو څخه یې ۲۲ میله سپکې او درنې وسلې او زیات اندازه پوځي مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د کندهار امنیه قومندانۍ چارواکو په معروف ولسوالۍ کې د جګړې پخلی کړی؛ خو له نورو جزئیاتو ورکولو یې ډډه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د