ال کلاسیکو: د رونالډو او میسي په زړه پورې سیالۍ ۲-۲ مساوي شوه /ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ غويي، ۱۳۹۷ل): د لا لیګا لیګ په نړیواله مشهوره سیالۍ کې پرون شپه د دوه نړیوالو مشهورو ستورو لوبډلې مخامخ شوې چې له په زړه پورې لوبې وروسته سیالۍ ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.

د کریسټیانو رونالډو او لیونل میسي ترمنځ دغه لوبه چې له پېل څخه تر وروستۍ ثانیې په زړه پورې او ټکان ورکونکې وه، د بارسلونا په ګټه پای ته ورسېده چې دوی تر دې دمه په دغه لیګ کې په ۳۵ سیالیو کې یوه ماتې هم نه ده خوړلې.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو یو-یو ګول وواهه، چې د بارسلونا لخوا نه سواریز په لسمه دقیقه کې د روبیرتو په مرسته لومړی ګول وواهه، چې ورپسې په څوارلسمه دقیقه کې د ریال مدرید لخوا کریستیانو رونالډو د کریم بینزیما په مرسته لومړی ګول وواهه.

د لوبې په لومړی نیمایي اضافي وخت کې د لوبڅار غلطې پریکړې د بارسلونا لوبغاړي سرجي روبرتو ته سور کارت ورکړ او له لوبې یې بیخي ختم کړ، چې له دې وروسته بارسلونا په لسو لوبغاړو لوبې ته دوام ورکړ.

په دویمه نیمايي کې کریستیانو رونالډو کښینول شو، خو په ۵۲مه دقیقه کې د لیونل میسي لخوا په زړه پورې مهارتي تاوونکو توپونو ددوه لوبغاړو له منځه توپ وویست او په زړه پورې ګول یې وواهه.

همدا ډول د ریال مدرید لخوا په ۷۲مه دقیقه کې د اسینسیوو په مرسته ګیرات بیل هم په زړه پورې ګول وواهه چې لوبه یې ۲-۲ مساوي کړه.

دغه لوبه چې تر سل زرو مینوال ورته په لوبغالي کې ناست وو، په دویمه نیمایي کې د بارسلونا لخوا په لسو لوبغاړو سره هم په زړه پورې لوبه وشوه، چې د ریال مدرید ګول ساتونکي د لیونل میسي په زړه پورو شاټونو دفاع وکړه او درېیم ګول وهلو ته یې پرینښود، او همدا ډول لوبه په ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې په کلبونو سیالیو کې د ریال مدرید او بارسلونا لوبې ته د ال کلاسیکو نوم ورکول شوی، چې په زرګونو مینوال لري، او دغه لوبه همیشه په زړه پورې وي.

ویدیو دلته وګورئ!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د