fbpx
Hazart.Omer.r

یو لمر او څلور ستوري ـ نهمه برخه

حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه

 د اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ژوند په څو کرښو کې:

– اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه تر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم لس کاله کشر و.

– اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم خسر و. د ام المؤمنين حضرت حفصه رضی الله عنها پلار و.

– اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه په پنځه پنځوس کلنۍ کې د مسلمانانو خليفه شو، او دوه نيم کاله يې خلافت وکړ.

– اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه په خپل وخت کې شم، عراق، فارس، مصر، برقه، لوېديځ طرابلس، آذربايجان، نهاوند او ګرګان فتح کړل، او د بصرې او کوفې د ښارونو تېږې يې کېښودې.

– اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه لومړنی کس دی، چې هجري شمسې سنه يې رواج كړه او همدارنګه يې لومړی وار د تراويحو د جمعې امر وکړ.

– اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه د ام المؤمنين حضرت عايشې رضی الله عنها په حجره کې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم او حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه ترڅنګ خښ دی.

– اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه شپږ لوڼې او شپږ زامن لرل.

د اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه نو م او نسب   داميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه نوم عمر، د پلارنوم يې خطاب بن نفيل بن عبدالعزی دی. له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره په کعب بن لويی کې ګډېږي.کنيه يې ابوحفص ده، چې د زمري مانالري. او په بدرغزا کې ورته حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم همدا نوم ورکړ او همدارنګه يې د اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه د ايمان په وخت کې د فاروق لقب ورکړ. اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه اسلام عزتمن او حق يې له باطله بېل کړ.

د اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ځانګړنې

اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه په يوه مشهوره، مقتدره او لوړه کورنۍ کې زېږېدلی دی.د دوی کورنۍ د جاهليت په وخت کې د قريشو او نورو ډلو ترمنځ د سولې او درېيمګړې حيثيت درلود، کله به چې ځينو ډلو پرقريشو غټه ويله نو ځواب به يې د اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه دوی کورنۍ ورکاوه. اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه لوړه ونه، غنمرنګي قواره، ښايسته صورت او زورور لاسونه لرل، د ککرۍ ويښتان يې نه و او لوړ غږ يې و. اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه د جاهليت په وخت کې يو تېز فکره، لوستوال شخص و، بتانو ته به يې سجدې کولې او شراب يې هم څښل، د مسلمانانو په ازارولو کې ډېر متشدد و.

د اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه مسلمانېدل

اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه د بعثت په شپږم کال  په شپږ دېرش کلنۍ کې مسلمان شو،په اسلام کې هم بيا پرکفارو ډېر تند و. هو! د همدې سترې هستۍ اړوند حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دعا کړې وه، چې:يا الله جل جلاله!اسلام ته په يو له عمرينو(ابی جهل ابن هشام او عمر بن خطاب)زور ورکړه!

له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره د اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ياري

اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه   له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره په ملګرتياکې يو توکلي سړی و، د الله جل جلاله او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پوره تابع و، د حق په منډو ترړو کې ډېر پياوړی او پردښمنانو ډېرتند و. اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه له حضرت محمدصلی الله عليه وسلم سره په هره غزاکې و، رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايي: الله جل جلاله د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه خوله او زړه حق ته جوړ کړي دي، د همده په واسطه يې حق اوباطل سره بېل کړل. اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ډېر وړاندې فکر کوونکی او هوښيار سړی و، درې واره الله جل جلاله د همده د رايې مطابق اياتونه نازل کړي دي.

د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په رحلت ډېر خپه شو،ويل يې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شوی نه دی، تللی له الله جل جلاله سره مناجات کوي. ان د خلکو په منځ کې يې وويل: که هرچا وويل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شوی دی، سر ترې غوڅوم. د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له رحلته وروسته  د دښمنانو پر وړاندې د اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه تندتيا د هرچا په خوله وه، او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په وخت کې به که هرچا د هغه مبارک وړاندې کومه لږ بې ځايه حرکت وکړ، اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه به دستې وويل: يارسول الله صلی علیه وسلم! امر وکړه، چې سر ترې غوڅ کړم. همدارنګه اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه په عشره مبشره کې هم  دی او د مقام په اړه يې دومره بس دی، چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د رحلت په وخت کې ترې خوشال و.

امير المؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د خلافت په وخت کې

اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه لپاره يوښه وزير او سپين ملګری و، او د همده په واسطه خلک له حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه سره پربعيت متحدشول. هغه په دې وخت کې هم همداسې مستحکم او تند پاتې و، لکه د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په وخت کې. سره له دې چې حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه يو نرم خويه او حليم سړی و، مګر بيا به يې هم کله کله د اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه پر رايه عمل کاوه.

امير المؤمنين حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په خپل خلافت کې

اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه په داسې وخت کې خليفه شو، چې رښتيا هم په داسې وخت کې اسلام يو قوي او دغسې سړي ته اړتيا لرله، مسلمانان د روميانو او فارسيانو په جګړو کې ښکېل و، چې دهماغو سيمو د فتحو لپاره د اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه غوندې تېز فکره او با صلاحيته سړي ته اړتيا احساسېدله.هو! اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه د خلافت مسووليت ته اوږه ورکړه او د اسلام په تاريخ کې يوه بله زرينه پاڼه زياته شوه.

اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه له روميانو او فارسيانو سره هغه جنګونه چې حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه پيل کړي و، د مسلمانانو پر بريا پای ته ورسول او په مصر، شام، عراق او فارس حاکمان شول. هغه د حکومت تشکيلات په دومره غوره ډول جوړ کړل، چې د اسلام په تارېخ کې يادګار پاتې دي او داسې کسان يې په ښارونو حاکمان مقررکړل، چې مهرباني، نرمې، تندې او برابرې به پکې له ورايه ښکارېدل. چې د حاکمانو په ټاکنه کې د اميرالمؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه خلافت يو مثال ګرځېدلی و. الله جل جلاله دې ترې خوښ او پرې ورحمېږي.

پاتې شته…

لیکوال: مصطفی السباعی

ژباړن: دادمحمد ناوک

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمران غښتلی
غړی
عمران غښتلی

ماشاءالله، الله مو په قلم کې برکت واچوه ناوک صیب.. یو څو غلطیانې دي، یا به مو فکر شوی نه وي یا به ستاسو فهم کې غلطې ناستې وي، یوه د عمر بن الخطاب د خلافت د مدت ده چې تاسو دوه نیم کاله ذکر کړي او مدت یې لس کاله یا څه زیات و، بله د رحلت خبره چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په شان کې مو ذکر کړی، مراد مو ترینه د هغه (صلی الله علیه وسلم) وفات دی، حالانکه د رحلت کلمه د سیرت په کتابونو کې د وفات په معنا نه ده ذکر شوی،… نور لوستل »