د روژې ښه راغلاست او هرکلی

ليكوال : حافظ سفیان خالد

د رمضان مياشت د راتلو په درشل کي ده، د روژو، تراويحو او تلاوت مياشت، د اور څخه د خلاصون، مغفرت، صدقو، نېکيو او خيراتو میاشت.
هغه مياشت چې د جنتونو دروازې په کې پرانيستل کېږي، نېکۍ څو چنده اضافه کېږي او دعاوې په کې قبلېږي.

ګرانه وروره/ خورې!
سږ کال روژه په دې ډول ولمانځه، ګواکي دا دې د ژوندلومړی روژه ده.
د قران کريم داسې ښکلی تلاوت کوه، لکه څنګه چي نازل شوی دی.
داسې لمونځ کوه لکه دا چي دي لومړی ځل وي، چې د الله تعالی په حضور کي ولاړ یې.
ښه ګمان ولره، ګواکې همدا اوس زېږېدلی یې، ګواکي د پخوا تېروتني اوس بيخي وجود نلري،
ګناهونه دي بښونکي او مهربان الله درته بښلي دي، په همدغه فکر او سوچ د الله سره په اړيکو جوړولو کي نوي پاڼه پرانېزه.

ګرانه وروره / خورې!
هرو-مرو باید د ځان لپاره اهداف وټاکو، که نه په دې روژه کي به بيا هم (الله مه کړه) بې نتېجې او بې ثمرې يو !!
لومړی:
۱- له همدې اوس څخه (بسم الله) کوم او د سبا او راتلونکي لفظ نه وايم، زه به د ټولو اعضاوو روژه نيسم، اندامونه به د الله د محارمو څخه ژغورم، همدا حقيقي روژه او لوی جهاد دی.

۲- زه به خپل روژه په بازار، لارو، چينلونو او فاسدو فلمونو، د ناروا او نامحرمو په کتلو فاسده نه کړم.

۳- ما به شیطان هيڅ کله د بل مسلمان سره په ښمنۍ تېر نکړي، چي په غوصه شم، تېروتنه وکړم او زيانمن شم !

۴- په رمضان کې به له ټولو نشه یې توکو لاس په سر شم او دا لړۍ به دوامداره ساتم (إن شاء الله)

دويم:د خوب وخت ولاړ .. دوه عادتونه زړه وژني: ډېر خوب او ډېر خوراک.

۱- له وخت څخه ګټه پورته کول او وخت په ګټورو شيانو تېرول.

۲- په دې مبارکه مياشت کې د خوب لپاره هره شپه مشخص ساعتونه وټاکه.
۳- هڅه وکړه د ورځې خوب (قيلولة) وکړې؛ ځکه اکثره عبادتونه په روژه کي شپې مهال وي، تر څو پرې قوي او ځواکمن یې.
۴- د خوب پر مهال مو تل نيت نوی کوئ، چې په عبادت کې حساب شي، لکه په دې نيت چې د تهجد کولو لپاره به مې مرستندوی ثابت شي.

#دريم : د بدلون او اوښتون بادونه را الوتي، پاڅه چې طاعت وکړو..
۱- د قران سره قولاً او عملاً تعهد وکړئ او په ژور سوچ او تدبُّر یې تلاوت کړئ.

۲- هره شپه الله سبحانه تعالی ته توبه نوې کړئ.

۳- مثبت فکر او عمل ولرئ، نه منفي؛
ځکه ژوند مبارزه ده او ايمان مخلصانه عمل دی.
۴- يواځې په ځان بسنه مکوه بلکي نافرمانه وګړي د الله لوري ته راجلبوه.
۵- د هر چا حقونه هغوئ ته سپاره، دا مياشت هيڅ چا ته په تکلیف ورکولو تېره نکړې.

څلورم: د عباداتو موسم دی: ځانځاني کېږه مه
۱- د مياشتني پروګرام لپاره باید لاس په کار شو، تر څو مو ټول ژوند منظم شي.
۲- د قريبانو او خپلوانو په خوښيو او غمونو کي ګډون وکړه.
۳- نیت نوی کړه د الله لپاره، نېکي او ښېګڼه د الله لپاره کوه نه د دنيوي مصلحت په موخه.
۴- ډول ډول عبادت کوه، چې د همدې لاري څخه د ثواب او اجر د بېلابيلو لارو زمينه درته برابره شي.

پینځم: دوام او استمرار د ځان عادت کړه.
۱- د تجار په څېر د خپل رب سره معامله کوه، چې يواځې د ګټي موسمونه پېژني!
۲- د رمضان څخه وړاندې، چې دې کوم ګناهونه او ناروا اقوال او افعال تر سره کول هغه پرېږده.
۳- د روژې وروسته نسبت وړاندي ته خیر او نيکي باید زیاته کړې.
۴- د روژې د قبول نښه دا چې د رمضان وروسته هم طاعات متوقف نشي، بلکي جاري وساتل شي او که نه نو عمل به مو مردود او هڅي مو بې نتېجې وي.
۵- د نن کار سبا ته مه پرېږده؛ ځکه وخت ژوند دی او ژوند نعمت دی، شکر غواړي.

اللهم بلغنا رمضان ونحن في صحة وعافية.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د