سهار په نهاره سیاه دانه وخورئ او ګټې يې وګورئ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ غويي، ۱۳۹۷ل): سیاه دانه یو داسې طبعیي بوټی او د الله تعالی نعمت دی چې یو شمېر روغتیایي ګټې لري، پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې په اړه وایي چې له مرګ پرته د هرې ناروغۍ درمل په کې شته.

د سیاه دانې بله ځانګړنه داده چې نه یوازې شته ناروغۍ له منځه وړي بلکې په مسلسل ډول خوړلو سره له راتلونکو ناروغیو څخه هم انسان ژغوري.

دلته د سیاه دانې د استعمال داسې لاره درښایو چې په عملي کولو سره مو یو شمېر ناروغۍ له منځه وړي، او هم په راتلونکي کې له ناروغیو ځان ژغورلی شئ.

د استعمال لاره

هر سهار په نهاره د سیاه دانې شپږ یا اوه دانې به راواخلئ خولې ته به یې واچوئ او وبه یې ژویئ، (اګر که سیاه دانه ډېره ترخه هم وي خو ژوول یې ډېره ګټه لري)، ورپسې یو ګیلاس اوبه وڅښئ، او دغه کار مسلسل ترسره کوئ، بدن به مو له هر ډوله ناروغیو څخه بچ وي.

د سیاه دانې په واسطه هغه ناروغۍ چې له عمر تېریدو سره په طبیعي ډول په انسان کې رامنځته کیږي هم مخنیوی کیږي، دا اړینه نه ده چې له ناروغېدو وروسته د سیاه دانې استعمال پېل کړئ، بلکې په ځوانۍ، بوډاتوب او په هر عمر کې يې استعمال ګټور دی.

سیاه دانه هیڅ کوم منفي اغیز نه لري، له همدې امله یې د عمر په هر حالت کې یې استعمال ګټې لري، په ځوانۍ کې دفاعي قوت ته وده ورکوي، همدا ډول معده کلکه ساتي، د کولیستور او د شکر ناروغۍ کچه نورمال ساتي.

همدا ډول که په بدن کې باکتریاوې داخلې شي، او تاسې په مسلسل ډول سیاه دانه خورئ، ډېر ژر به دغه باکتریاوې له بدن څخه خارجې کړي.

د سیاه دانې تېل

د ویښتانو ښه والي او ذهن روښانه ساتلو لپاره د سیاه دانې تېل ډېر ګټور دي، ددې لپاره د کوپرې تېل یوه کاشوغه او د سیاه دانې تېل دوه کاشوغې راواخلئ، دا دواړه سره ګډ کړئ او بیا پرې سر غوړ کړئ.

خو یوه خبره په یاد ولرئ چې یوازې سر غوړول مهم نه دي، باید د سر غوړولو نه وروسته یا خپله او یا د بل چا په لاس د ګوتو په واسطه سر مساژ/چاپي کړئ، تر څو تېل د ویښتانو بیخ ته ننوځي.

په دې سره به مو له سر څخه پخه، د ویښتانو تویېدل، د سر درد، ذهني فشار او یا د سر کومه بله ناروغي ټولې له منځه ولاړې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د