افغانستان

هلمند: نوزاد کې لس پولیس وژل شوي دي

د هلمند ولایت په نوزاد کې ولسوالي کې د طالبانو په یوه برید کې لس پولیس وژل شوي دي، چې د سیمې د خلکو له خولې جسدونه يې لا د جګړې په ساحه کې دي.
طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي دي، چې دوی د سهار په څلور بجې د یادې ولسوالي مرکز ته څېرمه د شالکو په غونډۍ په پوسته برید ترسره کړی دی، چې پکې سپکې او درنې وسلې استعمال شوې دي.

دوی وايي، چې د پولیسو یاده پوسته يې په بشپړ ډول نیولې ده او ګڼ شمېر مهما ت يې ترلاسه کړي دي: «ددښمن 3 ثقیلان ، یوه دهشکه ، 5 کلاشنکوفونه ، 2 آرپي جي راکټونه ، اوګڼ شمېرنورمهمات مجاهدینوغنیمت کړل.»
په ورته وخت کې نن سهار نږدې اته بجې طالبانو د یادې ولسوالۍ په شغزو کاریز سیمه کې د پولیس په ماموریت برید کړی، چې د خبر ځای له قوله پولیسو له څه ځنډ مقاومت وروسته یاده سیمه پرې اېښې ده او د طالبانو واک پرې ټینګ شوی دی.
دا په داسې حال کې دی، چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي کې څو ورځنۍ جګړه لاهم خال خال روانه ده، چې تر پرونه پورې د طالبانو له قوله په یاده جګړه کې اوولس پوستې د دوی په واک کې شوې وي.
افغان امنیتي ځواکونه په یادو سیمو کې د طالبانو بریدونه مني، خو د تلفاتو اړوند يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x