سناتور مکين: ټرمپ دې زما په جنازه کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ غويي، ۱۳۹۷ل): د امريکا جمهوري پلوي سناتور جان مکين له خپل مرګ وړاندې وصيت کړی، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې د هغه په جنازه کې ګډون نه کوي.

د امريکا نيويارک پوسټ ورځپاڼې د جان مکين له خولې ليکلي، چې نوموړي سپينې ماڼۍ کې خپلو خواخوږو ته ويلي، چې د ولسمشر ټرمپ پر ځای دې د هغه مرستيال مايک پنس د ده په جنازه کې ګډون وکړي او جنازه يې بايد په پلازمېنې واشنګټن کې وشي.

جان مکين له تېرو څو کلونو راهیسې د دماغو له سرطانه کړیږي، له تېرو څو اوونيو راهيسې ګڼ شمېر امريکايي سياستوال او چارواکي د هغه پوښتنې ته ورځي او په تیرو ورځو کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستيال جوبايډن او يو شمېر نور چارواکي او سناتوران هم ورغلي دي.

جان مکين په خپل تازه کتاب «نه غلې کېدونکې چپې» کې پر ټرمپ توندې نيوکې کړي، هغه يې امريکايي ارزښتونو ته په سپکاوي تورن کړی او زياتوي، چې ټرمپ د ظالمانو ستاينې کوي، د رسنيو رنګ يې وربد کړی، د کډوالو سپکاوی کوي او له بشري حقونو سترګې پټوي.

يو اتيا کلن مکين په واکمن جمهور پلوي ګوند کې تر ټولو قوي سناتور بلل کيږي او د دماغو د سرطان سربېره هم له اريزونا ايالت څخه سناتور دی او له ۱۹۸۷ کال څخه د امريکا د مشرانو جرګې عضويت لري.

د ټرمپ او مکين ناندرۍ له ۲۰۱۵ کال راهيسې روانې دي، چې ډونلډ ټرمپ د خپل کمپاين پر مهال د کډوالو پر ضد تونده ژبه کاروله او هغوی يې د امریکا امنيت لپاره ګواښ بللي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د