افغانستان

غني په نوم لیکنه کې د مېرمنو په کم ګډون خواشيني وښوده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غويي، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني په ارګ کې د افغان ښځو د پینځم سپموزیم ناستې ته وویل، مېرمنې باید ټاکنو کې ډېره برخه واخلي.

سره له دې چې نن هم په لوګر او تېره ورځ خوست کې د نوم لیکنې پر مرکزونو چاودنې شوې دي، خو محمد اشرف غني پر مېرمنو غږ وکړ، چې خپل نومونه ثبت کړي.

هغه وویل په نوم لیکنه کې تر اوسه پورې د مېرمنو ونډه ۲۴ سلنه ده، چې باید ډېره شي، په داسې حال کې چې د نوم لیکنې له پیله تر اوسه په میدان وردګو ولایت کې ۲۰۰ مېرمنو هم نومونه نه دي لیکلي.

غني په سولې شورا کې هم د ښځو ونډه کمه وګڼله او ويې ویل دی په هر ارګان کې د اعتدال غوښتونکی دی، په وینا يې له ښځو پرته به سوله هیڅکله رانه شي.

هغه سره له دې چې مېرمن يې افغان ښځو ته د کار برابرولو په پلمه د پروموټ په نوم پروژه پر مخ وړي، په دولتي ادارو کې ښځينه ضد فرهنګ وغانده.

د پروموټ لپاره د نیول کېدونکو مېرمنو عمرونه باید تر اتلس کلنۍ ښکته او تر ۳۰پورته نه وي، خو روښانه شوې نه ده چې ولې دا عمر شرط بلل شوی دی.

غني د ټاکنو په اړه هم ټينګار وکړ چې پر خپل وخت به ترسره شي، هغه پارلماني ټاکنې د تلې پر ۲۸مه حتمي وګڼلې او ان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر دقیق وخت يې تاکید وکړ.

ويې ويل، د راتلونکي کال له جوزا وروسته د ده دنده پای ته رسېږي او باید ولسمشریزې ټاکنې هم پر خپل وخت ترسره شي.

غني پر امنیتي بنسټونو هم غږ وکړ چې د نوم لیکنې مرکزونه دې لا خوندي کړي او امنیت ته دې جدي پام وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close