افغانستان

د ټاکنو کمسیون پر تذکرو د سټېکر لګولو په اړه غور کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غویي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي پر تذکرو د سټېکرو لګولو اړوند شکایتونه ورته ډېر شوي او دوی يې په اړه غور کوي.

د نوم لیکنې په وخت پر اصلي تذکره د شخص نوم او د پلار نوم او مسلسل نمبر لګول کېږي، چې د رايې ورکولو په وخت يې باید له ځان سره ولري.

د نوم لیکنې په پيل کې هم دا نا مناسبه کړنلاره بلل کېده او د ولایاتو اوسېدونکو د ځان خوندیتوب په خطر کې ګاڼه.

د ټاکنو کمیسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي وايي، دوی هم هڅه کوي چې معقوله لاره پیدا کړي.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی ته په دې تړاو شکایتونه رسېدلي، خو په پروسه کې د تقلب د مخنیوي په خاطر له تخنیکي ټیم سره پر مشورو بوخت دي.

د را روانو ټاکنو لپاره نوم لیکنه د تېرې وري میاشتې په ۲۵مه پیل شوه، چې تر اوسه يې په ټول هېواد کې یوازې د یو میلیون شاوخوا کسانو د نوم ثبتونې خبر ورکړل شوی دی.

هم مهاله د تذکرو د وېش اداره وايي دوی تر اوسه پورې یو میلیون تذکرې وېشلي دي، چې ښايي همدې نویو تذکره اخیستونکو نوم لیکنه هم کړې وي، ځکه خو د نوم لیکونکو شمېر هم یو میلیون ښوودل کېږي.

نن له غرمې مخکې محمد اشرف غني په ارګ کې هم د ښځو یوې ناستې ته په خبرو کې په نوم لیکنه کې د دوی کمرنګي د اندېښنې وړ وبلله.

هغه دعوه وکړه چې تر اوسه پورې د نوم لیکل شویو مېرمنو سلنه ۲۴ ته رسېږي، خو ښايي تر دې هم ډېره ټيټه وي.

محمد اشرف غني ټینګار وکړ چې ټاکنې به له شته ګواښونو سره سره پر خپل وخت ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x